د چین ولسمشر: پاکستان به په افغان سوله کې مرستې ته وهڅوو

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن د یوه پلاوي په مشرۍ د شانګهای همکاریو سازمان په غونډه کې د ګډن په موخه قرغیزستان ته رسیدلی او د چین له ولسمشر شي جینګ پینګ سره يې د اقتصادي او سیاسي همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړې.

د چین ولسمشر شي جینګ پینک له ولسمشر غني سره په خبرو کې د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې د افغانستان د خلکو له قربانیو څخه د مننې په ترڅنګ وویل، هیواد یې د افغانانو په مشرۍ د سولې له پروسې ملاتړ کوي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې د معلوماتو پربنسټ د چین ولسمشر د افغانستان په سوله کې د پاکستان هیواد همکارۍ مهمه ګڼلې.

شي جینګ پینګ له ولسمشرغني سره په دې لیدنه کې چې نن د زیارت یا پنجشنبې په ورځ ترسره شوه ژمنه وکړه چې هیواد به یې پاکستان دې ته وهڅوي چې د سولې په بین الافغاني خبرو کې مرسته وکړي.

د ارګ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر غني له شي جینګ پینګ سره په خبرو کې وویل، چې افغان سوله د ټولې سیمې په ګټه ده.

اشرف غني ویلي له طالبانو سره د سولې مذاکراتو لپاره په سیمه ییزه اجماع او د سولې له تړون وروسته د چین رول ارزښتناک او همکاري یې مهمه بللې ده.

د قرغیزستان پلازمینه بشکیک کې د چین له ولسمشر سره د ځانګړې ناستې پرمهال اشرف غني ویلي له طابانو سره دسولې وروسته د تروریزم پروړاندې دمبارزې لپاره د سیمه ییزه همکارۍ دوام حتمي دی.

د ارګ د بیان ترمخه ولسمشراشرف غني ویلي، د چین او افغانستان ترمنځ د سیمییز تړون (اتصال) له لارې افغانستان او چین ورځ تربلې یو بل ته نږدې کیدونکي دي.