لفټننټ جنرل فېض حميد د ايي اېس ايي نوی مشر ټاکل شوی

د پاکستان پوځ ويلي لفټننټ جنرل فېض حميد د ملک د استخباراتي ادارې انټر سروسز انټيليجنس (ايي اېس ايي) نوی مشر ټاکل شوی دی.

د لفټننټ جنرل فېض حميد نه وړاندې د تېر کال اکتوبر په مياشت کې لفټننټ جنرل عاصم منير د ايي اېس ايي مشر جوړ کړی شوی ؤ. منير د لفټننټ جنرل نويد مختار نه وروسته د ايي اېس ايي مشر جوړ کړی شوی ؤ.

د ايي اېس ايي د نوي ټاکل شوي مشر پېژندګلو

د ايي اېس ايي د نوي مشر لفټننټ جنرل فېض محمد تعلق د پوځ د بلوچ رجمنټ سره دی. هغه له دې وړاندې په ايي اېس ايي کې د انټرنل سيکيورټي ونګ يا د داخلي امنيتي څانګې مشر ؤ.

لفټننټ جنرل فیض حمید، په کال ٢٠١٧ کې د تحریک لبیک پاکستان ډلې د هاغه ګرفتاره شوؤ مظاهرچیانو د قېد څخه ضمانت هم کړی و کوم چې پولیسو سرکاري او شخصي املاکو ته د زیان اړولو په تور ګرفتاره کړي وو.

د پاکستان د ستر عدالت یو قاضي فائز عیسی د فیض اباد احتجاج قضیې اورېدلو وروسته په خپله فیصله کې په دغه احتجاج کې د پوځي جرنېلانو په رول سختې نیوکې کړې وې او د هېواد طاقتور پوځ څخه یې د دغه پوځي مشرانو خلاف قانوني کارروايي کولو غوښتنه هم کړې وه.

د یاد قاضي خلاف د پاکستان حکومت د کورنۍ د غړو مالي اثاثې نه څرګندولو په سر عدالت کې رېفرنس جمع کړی دی او د هغو خلاف د عدالت قضیه پېل کړی شوې ده.

لفټننټ جنرل فېض حميد په هغو څلورو افسرانو کې شامل ؤ د چا ترقي چې د تېر اپرېل په مياشت کې د لفټننټ جنرل چوکۍ ته شوې وه.

د هغه سره په نورو افسرانو کې مېجر جنرل ساحر شمشاد مرزا، مېجر جنرل نعمان محمود، او مېجر جنرل اظهر عباس شامل دي.