محمود خان اڅکزی: "پاکستان ماتول نه غواړو خو د غلامانو په څېر پکې اوسېدل هم نه غواړو"

محمود خان اڅکزی

د پښتون ملت پاله ګوند پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ويلي، "زه په پوره ايماندارۍ او په اخلاص سره د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ لخوا او په هم دومره ايمانداري سره د بلوڅو او د سینديانو په استازيتوب سره وايم چې مونږ پاکستان ماتول نه غواړو خو مونږ دلته د غلامانو په رنګه هم اوسېدل نه غواړو".

نوموړي دغه خبرې د پښتو اکېډمۍ کوټې په تالار کې د پخواني سېنيټر او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د سينئر مرستيال چيرمېن عبدالرحيم مندوخېل د دويم تلين لمانځغونډې په مهال کړي دي.

اڅکزي وويل که د پاکستان اسټېبلشمنټ يا دلته ابادو ولسونو "پښتون، بلوڅ، سيندي يا د پنجاب جمهوري خلکو" معمولي غلطي هم وکړه نو خدای خبر چې پاکستان به بيا پاته شي اوکه نه ؟".

د هغه په وينا پاکستان يو رضاکارانه فېډرېشن دی، دلته هيڅ څوک د چا بادار او غلام نه دی. هغه وويل که څوک دا ملک ساتل غواړي اول به دا بنيادي سوال حل کوي ګني داسي نه چليږي.

"دا ملک د پوځ لپاره اوکه پوځ د ملک لپاره دۍ ؟" تر څو د دې سوال ځواب نه وي شوی تر هغې پاکستان نه شي چلېدلی.

نوموړي پوښتنه وکړه چې دا ملک به څنګه چليږي؟ چي د ۱۴۴ مادې په ماتولو يا سرغړونه باندې مونږ وژل کيږو، خو دلته به يو څوک د پاکستان ائين ماتوي خو پوښتنه به ترې نه کيږي هغه وويل داسي پاکستان نه چليږي. د دنيا په قوانينو کې منتخب پارليمنټ د طاقت سرچينه وي.

د اڅکزي په وېنا "مونږ د پاکستان د جاسوسي ادارو مخالف نه يو پاکستان زمونږ ملک دی، جاسوسي ادارې د يو ملک غوږونه او سترګې وي ، زمونږ پوځ دې زمونږ څخه ټينکونه وغواړي د دنيا جهان جهازونه دي وغواړي مونږ به ډودۍ نه خورو دوی ته به دا ټول شيان ورکړو خو د پاکستان پوځ چي کوم حلف اخلي په هغې به عمل کوي".

له سپاهي نيولې تر جرنېله پورې دا سوګند اخلي چي په سياست کي به برخه نه اخلي".

هغه وويل چې د وزيرستان په حالاتو په لمبو باندې پنجابيانو، بلوڅانو، او سينديانو غږ نه دی پورته کړی دوي زمونږ کومک نه دی کړی بايد دوی غږ پورته کړي زمونږ د دوي ټولو څخه ګيله ده.

نوموړي وويل چې د علي وزير د مور په لهجه پښتانه نه دي پوه شوي که پوه شو خلک به له غصې خپل ځانونه وسوځوي ځکه چې دومره ظلم شوی دی.

محمود خان اڅکزي ووېل چې"دلته خلک پورته کړل شي او بيا يې کپړې(کالي) وايستل شي او بيا يې لوڅ لغړ ودروي او تشدد ورباندې کيږي او د کېمرو مخ ته يې هر څه ريکارډ کړل شي ، دا د برداشت نه دي".

د هغه په وېنا"کهانصاف او برابري نه وي ملک نه چليږي ، راشئ توبه اوباسئ، که دا ائين د چلېدو دی ټيک دی که نه دی، نو راشئ نوې ائيني عمراني معاهده به وکړو".

"پوځ، عدليه، وکيلان ، صحافيان ، پښتانه، بلوڅان، سيندیان د پاکستان ټول خلک به سره کښينو يوه نوې عمراني معاهده به وکړو که دا ظلم او دا جبر داسې روان وي بيا به نه دا جنډا وي او نه دا ملک ،ټول به ټوکر ټوکر وي ".

هغه د پاکستان د قامي اسمبلۍ له سپيکر اسد قېصر څخه وغوښتل چي د علي وزير او د محسن داوړ پروډکشن ارډر دي جاري کړي.

"د افغانستان د امن دپاره به تر ټولو له مخه د افغانستان استقلال او مستقل رياست منل کيږي او د دې به انټرنيشنل ګارنټي وي".

د شمالي وزير د خړ کمرد پېښې په اړوند هغه وويل، "په خړ کمر کې يې په سپينه ورځ انسانان مړه کړه ، پاکستان به د خړ کمر په پيښه خامخا د وزيرستان له خلکو معافي اخلي، په پشتون او بلوڅ وطن کې مرګ معنه لري، هغه وويل د جڼيا والا باغ واقعه زمونږ تاسو په وړاندې ده".

هغه وويل د پي ټي ايم ملګري يو، هغه څوک د پښتونخوا ګوند کارکن نه شي کېدی چې د مظلوم ملګری نه وي.

هغه وويل چې “ پښتنو جېلونه تېرکړي دي، د باچا خان او خان شهيد عبدالصمد خان او د نورو پښتنوتحريکونو د جېلونو حساب که راټول کړو نو نطريه پاکستان د پشتون قامي تحريکونو د لکونو کلنو د جيل پور وړې ده".