د قطر په پلازمينه دوحه کې د جرمني او قطر په ګډ کورب توب د روانې مياشتې جولايي په اوومه او اتمه نېټه بېن الافغاني خبرې ټاکل شوي دي.
د افغانستان او پاکستان دپاره د جرمني ځانګړي استازي ویلي د افغانستان د سولې د هڅو په ملاتړ کې جرمني او قطر د بېن الافغاني خبرو دا غونډه راجوړوي.
په کابل کې د جرمني سفارتخانې ويلي د افغانستان دپاره دا وخت نازک حالات او موقع ده چې سولې پله لاړ شي.
ځانګړي استازي ويلي د افغانانو ترمنځ د بېن الافغاني خبرو دا لمړی قدم دی، يواځې افغانان د خپل هېواد د راتلونکې پرېکړه کولی شي.
Below, please find the statement of 🇩🇪 SRAP @PotzelMarkus on the upcoming Intra-Aghan Dialogue Event in Doha. https://t.co/DK9HcAGhId
— Germany in Afghanistan (@GermanyinAFG) July 2, 2019
ويل شوي جرمني او قطر به په غونډه کې ګډون کوونکو افغان برخه والو ته په ګډه بلنې ورکوي څوک چې به په خپل شخصي حيثيت کې په دې کې ګډون کوي.
د سفارتخانې په بيان کې ويل شوي جرمني او قطر هيله لري چې دغه غونډه به د مهمو فريقېنو ترمنځ د اعتماد په جوړولو کې رول ولوبوي.
په ياد بيان کې د افغان حکومت يا طالب استازو د ګډون په اړوند څه نه دي ويل شوي.
د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د جرمني او قطر مننه کړې چې بېن الافغاني خبرې راجوړوي.
هغه ويلي دا خبرې د ۴۰ کالو د غميزې نه د زده کړې ، د مخکې تلو، يو بل منلو، د موافقې د لټون او سياسي اختلافاتو هوارولو په لور قدم دی. هغه ويل کاميابي ورته غواړم.
I want to thank #Germany & #Qatar for agreeing to host the upcoming July 7-8 intra-Afghan Dialogue Conference. This dialogue is an essential element of the four-part peace framework & an important step in advancing the #AfghanPeaceProcess.
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) July 1, 2019
دا خبرې په داسې حال کې کيږي چې د زلمي خليلزاد په دوحه کې د طالبانو سره د افغانستان د سولې په اړوند خبرې روانې دي.
د زلمي خليلزاد د دغو خبرو نه وړاندې په قطر کې د طالبانو د خبرو د ډلې وياند سهېل شاهين ويلي ؤ،
کله چې د نړیوالو شاهدانو په حضور کې د بهرنیو ځواکونو دوتلو مهالویش اعلان شي بیابه له افغاني جهتونو سره مذاکرات شروع کیږي خو دکابل له ادارې سره به دحکومت په حیث خبرې نه کیږي.