د پاکستان کرکټ لوبډلې کپتان سرفراز احمد وايي هڅه به کوي چې د بنګله دېش کرکټ لوبډلې پرضد ۵۰۰ رنزونه جوړ کړي. خو د پوهانو په نظر د پاکستانۍ لوبډلې سیمې فاينل ته وتل ډېر ګران ښکاري.
د کرکټ د نړیوال کپ په روانو سياليو کې پاکستانۍ لوبډله نن د جمعې په ورځ د بنګله دېش کرکټ لوبډلې ته مخامخ کيږي.
پاکستان ته د سيمې فاينل پړاؤ ته د رسېدو، او د رنز رېټ حساب د برابرولو دپاره ورته نن لږ تر لږه ۴۰۰ رنزونه جوړول پکار دي او چې بيا د بنګله دېش لوبډله په ۸۴ رنزونو اؤټ کړي.
سرفراز احمد ويلي ” پوره هڅه به کوو، چې ۴۰۰ رنزونه جوړ کړو او ډېر رنزونه جوړ کړو د لوبې د ګټلو هڅه به کوو او که الله تعالی ليکلي وي او معجزه کيږي او ۵۰۰ رنزونه وکړو“.
خو د کرکټ د پوهانو په نظر پاکستانۍ لوبډله د ۵۰۰ رنزونو خبره هغه وخت کولی شي چې د لوبې پچه يا ټاس وګټي او لمړی بېټنګ واخلي او که د پچې موقعې بنګله دېش ته په لاس ورځي نو د پاکستانۍ لوبډلې دغه خوب په ځای پاتې کيږي.
دوېم دا چې دا وخت د پاکستان په اته سياليو کې نهه پواينټونه دي او که د بنګله دېش پرضد سيالي ګټي هم نو د نيوزي لېنډ د لوبډلې رنز رېټ د پاکستان نه ښه دی هغه موقع په لاس ورتلل هم ګران دي.
په سوشل ميډيا د سرفراز احمد د ۵۰۰ رنزونو جوړولو په خبره پسې طنز او ټوقې شوي او ځینو ويلي د پاکستان لوبډله هر څه کولی شي.
په ټويټر د سرفراز خبرو ته د څو کسانو غبرګون:
Sarfaraz Ahmed "we will try to score 500" #PAKvBAN #CWC19 pic.twitter.com/JPN3sQ5DR8
— Saj Sadiq (@Saj_PakPassion) July 4, 2019
Sarfaraz Ahmed before thinking of making 500 runs in #PakvsBan 😂😂😂😂😂😂😂😂😂😂😂😂😂 pic.twitter.com/8UryShjhQR
— Snjnajn (@_mkit) July 5, 2019
Sarfaraz said we will score 500 runs and try to make them out on 50 runs😂👏#PAKvBAN pic.twitter.com/VfADVyVp6c
— Extremist 🇵🇰 (@hardcorefeminst) July 5, 2019