منظور پشتين وايي خواست کوم رياستي ادارې دې د پي ټي اېم د غړو کورونو ته نه ور اوړي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين وايي "ریاست ته خواست کوي چې د کوم غړي پرضد يې مقدمه وي د هغه نوم دې ورته ورکوي هغه به يې په خپله تاڼې ته بوځي، د شپې په مهال وسله په لاس په پټو مخونو دې د خلکو کورونو ته نه اوړي".

منظور پشتين دغه خبرې وروسته له هغې کړي چې د بنو پوليس ويلي د بنو په ټاؤن شپ علاقه کې د مطلوب کسانو پرضد يې چاپه وهلې په کور کې موجودو کسانو په دوي ډزې کړي چې پکې يو د استخباراتي ادارې افسر (انسپکټر) وژل شوی او دوه پوليس ژوبل شوي دي.

دوي ويلي د کور نه یې د پي ټي اېم درې غړي حنیف الله، فهيم الله او شاهين الله بیا نيولي دي او ډزې هم دوي کړي دي.

د يادې پېښې په اړوند د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين ویلي، حنيف پشتين د شمالي وزيرستان سره تعلق لري زده کوونکی دی او د سیمې څخه بنو ته کډوال شوی ؤ په بنو ټاؤن شپ کې اوسېدو په هغه د کوم وراني مقدمه نه وه خو د بنو د جلسې او احتجاج وروسته يې نوم په مقدمو کې اچول شوی ؤ.

منظور پشتين وايي په بنو کې د وړاندې نه هدفي وژنې روانې دي او هلته کسانو ته د ترهګرو نه ګواښونه دي او د روژې په مياشت کې په خپله د بنو پوليس حنيف پشتين ته ويلي ؤ چې د ترهګرو لخوا ورته خطره ده او ځان دې سمبال کړي.

نوموړي د پوليس لخوا يادې کړی شوې پېښې په اړوند ويلي چې دوي ته د بنو يو تن ويلي چې د شپې په مهال په ساده جامو کې کسان راغلي کور ته ور اوړېدلي بيا ډزې شوي او سهار مالومه شوې چې کسان نيول شوي او يو تن وژل شوی دی.

نوموړی وايي د دوي ملګرو د حنیف پشتين سره د ليدو هڅه کړې خو نه دي کامياب شوي چې هغه ورته اصل حقيقت اووايي.

پشتين زياته کړې حنيف مفرور نه ؤ بيا ولې د هغه پرضد د شپې په مهال چاپه وهل کېده؟ بايد دغې خبرې ته د بنو پوليس ځواب اووايي.

هغه وويل، "د رياست نه اپيل کوم چې اکثره زمونږ په ملګرو د شپې په مهال په ساده جامو کې په پټ مخ خلک راځي په کورونو کې ننوځي چاپې وهي، هغه وويل مونږ د تشدد او ترهګرۍ پرضد او په عدم تشدد ولاړ يو".

نوموړی وايي دوي د درغژنو مقدمو څخه نه تښتي او " ریاست ته خواست کوم چې پرضد یې دغه ډول چاپې ودروي او د دوي دپاره دې يو استازی وټاکي هغه دې ده (منظور پشتين) ته په خپله وايي چې په دغو کسانو يې مقدمه ده هغه به يې په خپله تاڼې ته بوځي او حواله کوي به يې".

"داسې بې تپوسه او د شپې په مهال کورونو ته ننوتل سم نه دي په دې ټولو خبرو دې غور شي او که د چا پرضد مقدمه وي دوي ته دې وويل شي".

د بنو ډي ايي جي عبدالله خان او د ضلعې د پوليس مشر ياسر افريدي پرون د زیارت، پنجشنبې په ورځ مطبوعاتو سره په خبرو کې ويلي ؤ چې د شپې ناوخته مهال د بنو پوليس په ټاؤن شپ علاقه کې په يو کور چاپه وهلې چرته چې د دوي په وېنا پوليس ته په يو شمېر مقدمو کې مطلوب کسان موجود وو.

د پوليس چارواکو په وېنا چې کله پوليس دغه کور ته ورسېدل په کور کې موجودو کسانو ته يې د ځان حواله کولو وويل خو دوي پرې ډزې پېل کړې.

پوليس دعوه کوي چې په ډزو کې بيا د استخباراتي ادارې يو انسپکټر او يو پوليس افسر په شمول يو سپاهي ژوبل شوي او انسپکټر بيا ژوند د لاسه ورکړی دی.

چارواکو بيا ويلي په دغه موقع پوليسو درې کسان حنيف الله، فهيم الله او شاهين الله نیولي چې تعلق يې د پښتون ژغورنې غورځنګ سره دی او دوي پوليس او استخباراتي ادارو ته د ترهګرۍ په بېلابيلو پېښو کې پکار ؤ.

د يادې پېښې وروسته پوليس بيا يوه مقدمه درج کړې چې پکې د پېښې يادګېرنه شوې چې دغو کسانو په پوليس او استخباراتي ادارې په غړو د چاپې په مهال ډزې کړي او دعوه یې کړې چې د دغو کسانو څخه بيا تماچې هم ترلاسه کړی شوي دي.