په اباسین کې د کشتۍ په پېښه کې ډوب شوي ۱۸ کسان تراوسه ورک دي

د خېبرپښتونخوا په اباسين کې درې ورځې وړاندې د ډوبې شوې کشتۍ په پېښه کې ۱۸ ډوب شوي کسان تراوسه بې درکه دي او چارواکي وايي د مالومولو دپاره یې عمليات روان دي.

د يادې پېښې دپاره د هري پور ضلعې د مرستیال کمشنر معاون اظهر مغل وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل، په درېمه جولايۍ په اباسين کې د کشتۍ د اوړېدو پېښه رامنځته شوې وه او په هغه مهال ترې ۱۶ کسان روغ وتلي، او د څلورو کم عمره ماشومانو جسدونه ترلاسه کړي وو.

هغه وويل ۱۸ کسان تراوسه بې درکه دي او ټول امدادي ټيمونه لګيا دي چې دغه کسان مالوم کړي خو د اوبو زور سېوا دی او دوېم دا چې اوبه خړي دي ځکه امدادي ټيمونه د ستونزو سره مخ دي.

د شانګلې ضلعې د مارتونګ تحصيل کماچ نصرت خېلو ناظم سلطان نبي وايي د کشتۍ په پېښه کې يواځې د هغه وېلج کونسل لس کسان ډوب شوي چې تراوسه بې درکه دي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل دغه کشتۍ چې چا چلوله هغه تن ورته په خپله ویلي چې په کشتۍ کې د ۳۵ نه تر ۴۰ پورې کسان سواره وو او په دې کې ورسره تر ۴۰ پورې بيزې او شپږ غوایان هم بار وو.

هغه زياته کړه په وخت وخت ځايي خلکو د پېښې ښکار کشتۍ او خلکو بچ کولو هڅه کړې خو تور لګوي چې څه وخت بيا پوځ راغلو خلک يې منع کړه او په خپله يې هم ډوب شوي کسان نه دي راويستي.

د ناظم په وېنا اوس هم ځايي خلک هڅې کوي چې ډوبه کشتۍ رااوباسي او د ډوبو شوؤ کسانو درک وکړي، خو نوموړی ورسره بيا هم تور لګوي چې پوځي امدادي ټيمونه بيرته تللي او يواځې ۱۱۲۲ والا موجود دي څوک چې د هغه په وېنا په اباسين کې د عملياتو جوګه نه دي.

خو اظهر مغل وايي دا وخت د تربېله ډېم د پوځ ځانګړی ځواک (اېس اېس جي) او ۱۱۲۲ په امدادی کارونو کې برخه اخلي او د ډوبو شوؤ کسانو د مالومولو دپاره به یې عمليات دوام لري.

دا کشتۍ چې په اباسين کې ډوبه شوې د شانګلې نه هري پور ضلعې پله روانه ده او د چارواکو په وېنا په دې کشتۍ کې زياتره د شانګلې او تورغر ضلعې سره تعلق لرونکي کسان سواره وو.