د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي، د طالبانو سره يې خبرې کړي له دغې وروسته چين ته ځي او بيا به په ترسره شوؤ خبرو د راپور ورکولو او مشورې دپاره واشنګټن ته ځي.
نن سهار مې د طالبانو سره غونډه درلوده. اوس چین ته روان یم او بیا به د #افغان سولې بهیر د راپور ورکونې او مشورې لپاره واسنګټن ته ستنېږم.
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) July 9, 2019
د امريکې د بهرنیو چارو وزارت د زلمي خليلزاد د ياد سفر په اړوند ويلي ؤ چې هغه د مې د ۳۱ څخه دغه سفر پېل کړی او پکې به د افغانستان، بيلجيم، جرمني، پاکستان او قطر ترڅنګ د متحده عرب اماراتو سفر کوي.
خليلزاد په قطر کې د طالبانو سره د اووم پړاؤ خبرې ترسره کړي او د هغې وروسته يې چين ته او بيا واشنګټن ته بيرته د تلو ويلي دي.
نوموړي په قطر کې د طالبانو د پلاوي سره د ليدو په اړوند درې ورځې وړاندې په ټويټر ويلي ؤ د طالبانو سره په تېرو شپږو ورځو کې شوې خبرې يې تر بل هر وخت ټاکونکې او ګټورې وې.
د دې تیرو شپږو ورځو خبرې تر بل هر وخت ټاکونکي او ګټورې وې. موږ د سولې موافقې پر ټولو څلورو ټکو باندې د پام وړ پرمختګ وکړ: د ترهګری پر وړاندې د مبارزې ضمانتونه، د ځواکونو وتل، په بین الافغاني خبرو اتر او مذاکراتو کي برخه اخیستل، او دایمي او هر اړخیز اوربند.
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) July 6, 2019
نوموړي په قطر کې د بېن الافغاني خبرو دپاره د دوه ورځو د دمې وروسته په نهمه جولايۍ بيا د خبرو پېل کولو ويلي ؤ.
په قطر کې د طالبانو او امريکايي استازي ترمنځ د خبرو په سر کې د طالبانو د ډلې وياند سهېل شاهين ويلي ؤ خبرې يې ښې روانې دي.
وي او ای سره په خبرو کې شاهين ويلي ؤ، ”دواړه فريقه هڅه کوي چې د خبرو دا پړاؤ ګټور کړي او دوي هيله کوي چې څه نتيجه به يې راووځي“.
د امریکې د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو په وروستیو کې د کابل سفر کړی او خبريالانو سره په خبرو کې يې ویلي ؤ، ”زه هيله لرم چې د ستمبر د لمړۍ نېټې نه وړاندې د سولې خبرې وشي کوم چې زمونږ مشن يا هدف دی“.
پمپيو ويلي ؤ، ”مونږه په حقيقت کې (په خبرو کې) پرمختګ کړی دی او نزدې تيار يو چې طالبانو سره خبرې په ليکلې بڼه تيارې شي چې دوي د افغانانو سره شي او يقيني کړي چې افغان خاوره به کله هم د ترهګرو دپاره خوندي ځای ونه ګرځي“.