په کوټه کې د سکرو په کان کې د ګېر شوو څلورو افغان خواریکښو مړ‎ي، یو ژوندی را ایستل شوی

په بلوچستان کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې (پي ډي اېم اې)مشر عمران زدکون پخلی کړی چې د ضلع کوټې د ډېګاري په سیمه کې د سکرو په کان ک لس خواریکښ ګېر شوي وو ، او له ۴۰ ساعتونو وروسته د ځایي خلکو، خواریکښو او د حکومت په مرسته یې یو خواریکښ ژوندی او د څلورو مړ‎ي / جسدونه را ایستلي دي.

د نوموړي په وېنا پنځه خواریکښ لا ھم ورک دي او د ھغو د موندلو ھڅې روانې دي.

د لیویز ځواک د رپورټ ترمخه د ډيګاري د سکرو کان کې مړه شوي او د لا درکه ټولو خواریکښو تعلق د افغانستان له میدان وردګو سرہ دی.

د رپورټ ترمخه په کوم کان کې چې پېښه رامنځ ته شوې ھغه څلور نيم زرہ فټه ژور دی.

د خواریکښو د اتحادې مشر سلطان لالا ډیوه ته ويلي د پېښې زمه وار حکومت او د سکرو د کان مالک دی.

هغه تور لګولی حکومت خپله زمه واري او قانون نه عملي کوي ، مالکان د پېسو د بچ کولو په خاطر و خواریکښو ته د ساتنې ترڅنګ د اسانتیاوې لارې نه برابروي ځکه دا سې پېښې رامنځ ته کېږ‎ي.

د سلطان لالا په وینا په روان کال کې۸۲ خواریکښ د سکرو په کانونو کې مړ‎ہ شوي او په سلګونو ټپیان شوي دي.

د کانونو د محکمې ( ماين اینډ منرلز) مشر زاہد سليم رسنیو ته ویلې چې د اخري خواریکښ تر رایستلو پورې به خپلې پورہ ھڅې کوي.

سليم زیاته کړ‎ہ چې د پېښې په اړ‎ہ به پلټنې کوي او و ھغو خلکو ته به سزا ورکوي دچا له لاسه چې پېښه رامنځ ته شوې وي.