د افغانستان پلازمينه کابل کې د کابل پوهنتون د دروازې مخې ته په يوه چاؤدنه کې لږ تر لږه اته تنه وژل شوي او ۳۳ نور ژوبل شوي دي.
ځايي ميډيا د کورنيو چارو د وزارت له قوله ويلي چاؤدنه نن د جمعې په سهار د کابل پوهنتون د جنوبي دروازې مخې ته شوې ده.
د عامې روغتیا د وزارت وياند وحیدالله مایار په چاؤدنه کې د اته تنو د وژنې او ۳۳ نورو ژوبلېدو پخلی کړی دی.و
هغه په ټويټر ويلي د چاؤدنې له امله ټول ژوبل کسان روغتونونو ته منتقل کړی شوي او درملنه يې روانه ده.
راپورونه وايي چاؤدنه په موټر پورې د نښلول شوي بم د لارې په داسې حال کې شوې چې زده کوونکي پوهنتون ته امتحان له روان ؤ.
چارواکو د چاؤدنې له امله د اوختې مرګ ژوبلې نور تفصيل نه دی ويلی چې څوک پکې په هدف شوي دي.
راپورونه وايي په سمدستي ډول د چاؤدنې زمه واري چا نه ده منلې.
کابل کې دا چاؤدنه په داسې حال کې شوې چې پرون د زیارت، پنجشنبې په ورځ پاکستان ته څېرمه د افغانستان په جنوبي ښار کندهار کې طالبانو د پولیسو په مرکز د دوه موټرو د لارې چاؤدنې کړي او بيا نښته شوې وه.
رويټرز د چاؤدنو او نښتې په پايله کې د ۱۲ کسانو د وژنې او د ۸۰ نه د زیاتو د ژوبلېدو خبر ورکړی دی.