د افغانستان پلازمينه کابل کې نن د زيارت، پنجشنبې په سهار په يو ځانمرګي بريد کې لږ تر لږه پينځه کسان وژل شوي او لس نور ژوبل شوي دي.
د چارواکو په وېنا د کانونو د وزارت په ګاډی ځانمرګی بريد شوی دی.
د روغتيا د وزارت وياند وحیدالله مايار په چاؤدنه کې د پينځه تنو د وژنې او لسو د ژوبلېدو پخلی کړی دی.
# of wounded: 10# of Martyrs: 5 https://t.co/mBuACo1zMY
— Dr. Wahidullah Mayar (@WahidullahMayar) July 25, 2019
په سمدستي ډول د برید زمه واري چا نه ده منلې.
پرون د چهارشنبې، شورو په ورځ طالبانو په کابل کې د نیټو په کاروان ځانمرګي حمله کړې چې پکې د کرویشیا هیواد یو عسکر وژل شوی او دوه نور زخمیان شوي وو.
پرون ځانمرګي برید کونکي د چاودیدونکو موادو څخه ډک موټر د نېټو کاروان سره ټکر کړی چې په نتیجه کې یې د کرویشیا عسکرو ته مرګ ژوبله اوختې وه.
د تېرې جمعې په ورځ په کابل کې د کابل پوهنتون د دروازې مخې ته په يوه چاؤدنه کې لږ تر لږه اته تنه وژل شوي او ۳۳ نور ژوبل شوي وو.
په کابل او د افغانستان په نورو برخو کې چاؤدنې او د طالبانو وسله وال عمليات په داسې وخت کې دوام لري چې د افغان سولې په اړوند د طالبانو سره د امریکا خبرې هم روانې دي.
او پاکستان هم وايي د افغانستان د سولې په لړ کې خپل رول لوبوي.