په خېبر کې د نېټو په سامان وړونکي ګاډي بريد شوی

د افغانستان سره په پوله پرتې د پاکستان د قبايلي ضلعې خېبر په جمرود سيمه کې په هغه ټرالر ګاډي ډزې شوي په کوم کې چې په افغانستان کې موجودو د نېټو ځواکونو دپاره بکتربند ګاډي وړل کېده.

د خېبر ضلعې پوليسو ویلي د ډزو په پېښه کې د ټرالر کلېنډر لږ ژوبل شوی او برید کوونکي د موقعې څخه تښتېدلي دي.

د پوليسو په وېنا دا پېښه نن د جمعې په سهار د جمرود په تخته بېګ علاقه کې د چيک پوستې سره نزدې رامنځته شوې ده.

پوليس ويلي ډزې په ټرالر لګېدلي او کلېنډر پکې ژوبل شوی دی او د پېښې وروسته پوليسو د لټون عملیات پېل کړي دي.

په افغانستان کې د موجودو نېټو ځواکونو دپاره د پاکستان د لارې سامانونه وړل کيږي، د دې سامانونو دپاره د کراچۍ نه د تورخم او بلوچستان د چمن لارې کاريږي.

د نېټو دپاره وړونکو ګاډو باندې به په تېرو کلونو کې دغه ډول بريدونه کېده خو د اوږدې مودې راهسې دغه ډول پېښه نه وه رامنځته شوې.