د قبایلي ضلعې جنوبي وزيرستان په مکين علاقه کې په يوه ماين چاؤدنه کې څلور ماشومان ژوبل شوي دي، د چارواکو په وېنا دا پخوانی ماين په ناله کې پروت ؤ او چاؤدلی دی.
په جنوبي وزيرستان کې امنیتي چارواکو پخلی کړی چې په مکين کې د ماين چاؤدنې پېښه پرون د شورو، چهارشنبې په ورځ ناوخته رامنځته شوې او څلور ماشومان پکې ژوپل شوي دي.
چارواکو ويلي کم عمره ماشومان د ماين چاؤدنې ښکار شوي، اول د شمالي وزيرستان رزمک روغتون او بیا په ډېره اسماعيل خان کې پوځي روغتون ته منتقل کړی شوي هلته یې درملنه روانه ده.
د جنوبي وزيرستان په مکين کې په يوه اوونۍ کې دا دوېمه پېښه ده چې ماين چاؤدنه پکې کيږي، درې ورځې وړاندې يو تن په ماين ختلی او په چاؤدنه کې يې پښه ژوبل شوې وه.
په ياده علاقه کې د ماين چاؤدنو دا څلورمه پېښه ده.
د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين د مکین د پېښې په اړوند ټويټ کړی او ویلي يې دي پي ټي اېم د اولې ورځې نه دغه غوښتنه کوي چې ياده علاقه دې د ماينونو څخه پاکه کړی شي خو د دوي په دې غوښتنه سنجيده هڅې نه کيږي.
Another landmine blast in S.Waziristan Makin severly injuring 4 childrens.Since very first day PTM is saying to de-mine d ex-fata but no serious efforts had been made to de-mine d area, which is causing heavy toll on already war affected people lives.#Freedom4AliWazirMohsinDawar
— Manzoor Pashteen (@manzoorpashteen) July 31, 2019
څلور ورځې وړاندې نوموړي په جنوبي وزيرستان کې د يوې بلې ماين چاؤدنې په غبرګون کې په ټويټر ویلي ؤ چې دا په تېرو دوه کلونو کې ۱۷۳ ماين چاؤدنه ده.
هغه ويلي ؤ دوي د ماينونو پاکولو غوښتنه کوي خو رياست لګيا دي د ماينونو په ځای پي ټي اېم لرې کوي.
This is the 173rd land mine blast in the last two years that has resulted in civilian casualties in south Waziristan. Removal of these land mines is one of the main demands of PTM. But instead of removing land mines, the State is trying to remove PTM. https://t.co/R1DHU3mpQD
— Manzoor Pashteen (@manzoorpashteen) July 27, 2019
خو د پاکستان پوځ او نورې امنيتي ادارې ادعاوې کوي چې په جنوبي او شمالي وزيرستان کې د دوي ټيمونه نزدې د تېرو دوه کلونو راهسې لګيا دي په دې ماينونو پاکولو کار کوي او د دوي پکې خپل عسکر هم قربان شوي دي.