پاکستان: د پينځه روپو ۱۵ پېسو سېوا کولو سره يو ليټر پټرول په ۱۱۷ روپۍ او ۸۳ پېسې شو

پاکستان کې د تېلو بیعې سېوا کړی شوي او د نوؤ بېعو ترمخه د پينځه روپو ۱۵ پېسو سېوا کولو سره د يو ليټر پټرولو بيعه ۱۱۷ روپو او ۸۳ پېسوته لوړه شوې ده.

پاکستان کې د تېلو او ګېس د انتظام ادارې (اوګرا) د تېلو (پټرولو) د بېعو سېوا کولو سمري جوړه کړې او حکومت ته يې لېږلې وه.

د سپارښتنې ترمخه حکومت د پټرولو يو ليټر پينځه روپۍ او ۱۵ پېسې ګران کړی او د يو ليټر بيعه د ۱۱۲ روپو او ۶۸ پېسو نه سېوا شوې او ۱۱۷ روپو او ۸۳ پېسو ته رسېدلې ده.

دغه رنګ د ډيزلو په يو ليټر کې پينځه روپۍ او ۶۵ پېسې سېوا کړی شوي او د ډیزلو بيعه د ۱۲۶ روپو نه ۸۲ پېسو نه ۱۳۲ روپو ۴۷ پېسو ته رسېدلې ده.

د خاورو تېل پينځه روپۍ ۳۸ پېسې، لايټ ډيزل اته روپۍ ۹۰ د يو ليټر په سر سېوا کړی شوي دي.

د تېلو په نوؤ نرخونو نن د اګست د لومړۍ نېټې نه عمل شوی او په نوؤ بېعو تېل خرڅول کيږي.

تېر کال چې د پاکستان تحریک انصاف حکومت جوړ شو هغه وخت د يو ليټر پټرولو بيعه ۹۵ روپۍ او ۲۴ پېسې او د ډيزلو بيعه ۱۱۲ روپۍ او ۹۴ پېسې وه.

د تېلو په نوؤ بېعو سېوا کولو د تحریک انصاف په حکومت سختې نيوکې روانې دي چې عمران خان به د وزيراعظم جوړېدو نه وړاندې په مخکنيو واکمنو نيوکې کولې خو اوس په خپله لګیا دی تېل ګرانوي او نوي نوي ټېکسونه لګوي بوج ټول په عام اولس اچوي.