د پنجاب صوبې د ګوجرانواله ضلعي عدالت د نيشنل پارټۍ سېنېټر حاصل بزنجو په اتم اګست غوښتی چې د ايي اېس ايي د مشر په اړوند د ورکړي بيان سپيناوی ورکړي.
د بزنجو پرضد يو وکيل خواست کړی چې د رياستي ادارې پرضد يې بې بنياده بيان ورکړی او د پوځ د يو مهم چارواکي بدنامولو هڅه يې کړې ده.
د پاکستان د برني اېوان سېنېټ د چيئرمېن د لرې کولو د بې باورۍ په ووټ کې د اپوزيشن ګوندونو کاندید سېنېټر حاصل بزنجو د کمو رايو ترلاسه کولو وروسته ويلي ؤ د هغه په ماتې کې د ملک د استخباراتي ادارې (ايي اېس ايي) د مشر جنرل فېض لاس ؤ.
د پاکستان پوځ دغه تور رد کړی او د ايي اېس ايي د مشر په اړوند بيان يې بنیاده ګرځولی ؤ.
د زيارت، پنجشنبې په ورځ په سېنېټ کې د چيئرمېن صادق سنجراني پرضد د باورۍ د د رايې د عمل نه وروسته د حاصل بزنجو نه خبريالانو پوښتنه کړې چې تاسو ويل ۶۴ غړي ورسره دي د هغه نه پوښتنه شوې هغه ۱۴ نور څه شو؟.
په ځواب کې نوموړي ويلي ؤ (دا ټول د جنرل فېض خلک ؤ تاسو پېژنۍ جنرل فېض؟ د ايي اېس ايي مشر دی).
د بې باورۍ په ووټونو کې مخالفه ګوندونو ٥٠ ووټونه اخیستي او د سېنېټ د چیئرمېن د لرې کولو دپاره ٥٣ ووټونه پکار وو، د قرارداد په مخالفت کې ۴۵ رايې اچول شوي او پينځه ووټونه رد کړی شوي دي.
مخالفه ګوندونو د رايې نه وړاندې ويلي ؤ د دوي سره د ۱۰۴ په اېون کې ۶۴ غړي دي خو د پټې رايې کارولو وروسته د سېنېټ د چيئرمېن او مرستیال چيئرمېن پرضد د بې باورۍ د قرارداد په لړ کې رايې کمې راغلي دي.
د ګوجرانوالې د اډیشنل سيشن جج عدالت ته منظور قادر بندر نومې وکيل خواست کړی چې بزنجو د ریاستي ادارې (ايي اېس ايي) د مشر پرضد بې بنياده بيان ورکړی او دا د پاکستان د پوځ د يو مهم افسر د بدنامولو هڅه ده.
هغه عدالت ته خواست کړی چې پوليس ته لارښوونه وکړي چې د بزنجو پرضد مقدمه درج کړي.
عدالت په اتم اګست د سپيناوي دپاره بزنجو غوښتی دی.
سېنېټر بزنجو په سېنېټ کې د بې باورۍ د قرارداد په لړ کې د رايو اچولو او د اپوزيشن د ماتې خوړو ورځې ته د پاکستان د جمهوري تاريخ توره ورځ ويلې وه.
د بزنجو نه پرون د جمعې په ورځ په کراچۍ کې خبریالانو پوښتنه کړې چې د زيارت په ورځ په سېنېټ کې څه شوي دي؟ هغه په ځواب کې ویلي دغه ائين چې چا جوړ کړی د هغه روح به لړزېدلی وي چې هغه دائين د دې لارې د کارېدو دپاره جوړ کړی ؤ.
هغه ويلي خبر ؤ چې په سېنېټرانو به فشار اچول کيږي او حکومتي واکمنه ګوند تحريک انصاف به يې اخلي.
خو د وزيراعظم د اطلاعاتو مشاورې فردوس عاشق اعوان ويلي د تحریک انصاف حکومت د قانون او ائين په سرلوړۍ يقين لري او وزيراعظم عمران خان د په انتخاباتو کې د اخیستو خرڅولو کله هم ملاتړ نه دی کړی.
د پيپلز ګوند فرحت الله بابر ويلي بايد ټول مخالفه ګوندونه د سېنېټر حاصل بزنجو سره ټينګ ودريږي.