د افغانستان ولسمشر اشرف غني ویلي طالبان د بريدونو د لارې د سولې په مذاکراتو کې امتيازات نه شي ترلاسه کولی بلکې د امنيتي او دفاعي ځواکونو له خوا به د هېواد په هر ګوټ کې سخت وځپل شي.
په کابل کې پرون د شورو په ورځ طالبانو د موټر د لارې چاؤدنه کړې وه او د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت وياند نصرت رحيمي په چاؤدنه کې د څلورو پوليسو په ګډون د ۱۴ کسانو د وژنې پخلی کړی ؤ.
هغه ويلي په چاؤدنه کې د ۹۲ ملکي کسانو په ګډون ۱۴۵ کسان ژوبل شوي وو.
در نتیجه حمله تروریستی که امروز در مربوطات حوزه ششم شهر کابل انجام شد به تعداد ۱۴ تن افراد ملکی مشمول ۴ پولیس، شهید و به تعداد ۱۴۵ تن دیگر مشمول ۹۲ فرد ملکی زخم برداشته اند.
— Nasrat Rahimi (@NasratRahimi12) August 7, 2019
اشرف غني د طالبانو دغه عمل د وحشي بريد په نوم ياد کړی او په سخته يې غندلی دی.
نوموړي ویلي طالبان د سولې په مذاکراتو کې د امتيازاتو ترلاسه کولو دپاره په ملکي ملګړو او عامو ځايونو ترهګر بريدونه کوي.
هغه ويلي ترهګر بايد پوهه شي چې دغه ډول جرمونه تکراروي خو د دې لارې د سولې په مذاکراتو کې هيڅ امتيازات ترلاسه نه کړی شي بلکې د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونه به یې وځپي.
طالبانو په کابل کې پرونی بريد په داسې حال کې کړی چې په دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د خبرو لړۍ دوام لري.
د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازی زلمی خليلزاد چې د طالبانو سره د سولې خبرې کوي هغه د طالبانو پرونی بريد غندلی دی.
Indiscriminate attacks and intentional Injury to civilians are never warranted. We condemn the attack today in Kabul for which the Taliban claimed responsibility, and in which scores were killed and reportedly more than 145 injured, including many civilians.
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) August 7, 2019
نوموړي ويلي بايد تشدد په سمدستی ډول راکم کړی شي، دوي بېن الافغاني خبرو ته نزدې شي او دا به سياسي حل لاره او دايمي اوربند رامنځته کړي.
نوموړي د نهې سه شنبې په ورځ ویلي ؤ د هغه ډلې او د طالبانو استازو په تخنيکي جزياتو او نورو چارو او ميکانزم باندې بحثونو ته دوام ورکړی دی.
نوموړی په درېم اګست دوحې ته طالبانو سره د خبرو دپاره رسېدلی ؤ او د خبرو وروسته بيا د ټاکل شوي پلان لاندې هند ته په سفر تلی ؤ.