د هند د ولقې لاندې کشمیر په معامله د بحث دپاره د چين په خواست ملګرو ملتونو د امنيتي شورا غونډه سبا د جمعې په ورځ رابللې ده.
د پولېنډ سفير جوانا ورونيکا وايس اف امریکا سره په خبرو کې د غونډې رابللو پخلی کړی دی.
د اګست په مياشت کې د امنيتي شورا صدارت د پولېنډ سره دی.
د پوليند سفير ويلي د امنيتي شورا د بندې کمرې غونډه د بيجينګ په خواست بلل شوې ده.
د پاکستان سرکاري ميډيا هم د سفارتي سرچينو له قوله د امنيتي شورا د غونډې بللو ويلي دي.
د خبر ترمخه د کشمیر په مسله لسيزې وروسته امنيتي شورا بحث کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزير شاه محمود قرېشي د شورو، چارشنبې په ورځ ناوخته ويلي ؤ د هند لخوا د کشمير د خصوصي حيثيت ختمولو په اړوند يې "د امنيتی شورا صدر ته خط ليکلي او ترې غوښتي يې دي چې د کشمیر په مسله بېړنۍ غونډه راوبلي او په دغه مسله بحث وکړي".
نوموړي ویلي ؤ د پاکستان د ملي امنيت د کمېټۍ د غونډې د سپارښتنو په رڼا کې د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ پرېکړه شوې او د هغې وروسته د یادې مسلې د ملګرو ملتونو امنيتي شورا ته د وړلو فېصله شوې وه.
قرېشي زياته کړې له دغې وروسته هغه چین ته تللی او د بيجينګ د چارواکو سره يې مشوره کړې او هغويې قايل کړي او چين ورته د ملاتړ پوره باور ورکړی ؤ.