د خېبرپښتونخوا په بره دير ضلع کې د اتوار په ماښام ناوخته يوه چاؤدنه کې لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي او ۲۴ ژوبل شوي دي.
د بره دير ضلعې پوليس ويلي دا چاؤدنه د سړک د غاړې بم د لارې شوې او په سړک روان ډبل کېبن ګاډی پکې په نخښه شوی دی.
دا پېښه د بره دير ضلعې د شرينګل پوليس تاڼې په علاقه ګوماډنډ کې رامنځته شوې ده.
د شرینګل تاڼې یو چارواکي امان الدين وي او ای ډیوه سره په خبرو کې د چاؤدنې پخلی وکړو او وې ویلي په چاؤدنه کې څلور تنه وژل شوي او ۲۴ نور ژوبل شوي دي.
تحریک طالبان پاکستان د چاؤدنې زمه واري منلې او ويلي يې دي چاؤدنه يې د امن کمېټۍ د غړو په ګاډي کړې ده.
خو پوليس وايي دغه کسان چې په چاؤدنه کې په نخښه شوي د دوي شخصي دښمنۍ هم دي.
د پوليس چارواکو په وېنا د پېښې پلټنې پېل کړی شوي خو کوم پرمختګ پکې نه دی شوی.
د خېبرپښتونخوا په بره دير ضلع کې له دې وړاندې هم دغه ډول چاؤدنې شوي او د ځايي کسانو ترڅنګ پکې پوليس او امنيتي سرتيري په هدف شوي دي.