ټرمپ د چين په توکيو د نور پينځه فیصده ټېکس لګولو اعلان کړی

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د چين د ۵۵۰ اربه ډالرو په سوداګريزو توکيو د نورو پينځه فيصده اضافي محصولاتو لګولو اعلان کړی دی.

صدر ټرمپ ويلي چين د کلونو د تجارت په مد کې د امریکې پېسې غلا کوي او تجارت ته یې هيڅ ګټه نشته.

امريکايي صدر دا ګام په داسې وخت کې پورته کړی چې چين د ۷۵ اربه ډالرو امریکايي توکيو باندې ټېکس لګولی ؤ او په دغسې کولو صدر ټرمپ په چين کې کار کوونکو امريکايي کمپنيانو ته د کار تړلو لار ښوونه کړې وه.

اقتصاد پوهان د چين او امریکې تجارتي لانجه د نړیوال اقتصاد دپاره زيانمنه ګرځوي او اندېښنه څرګندوي چې دا به نړيوال بازار اغېزمن کړي.

صدر ټرمپ ویلي چې امریکا ته د چين ضرورت نشته بلکې د دغه هېواد سره د تجارت نه بغېر به دوي په ګټه کې وي.

نوموړي په ټويټر ويلي چين د کلونو راهسې د امریکا د تجارت د لارې د درنې پانګونې سره غلا کړې او هغه به اوس ودرول وي.

صدر ټرمپ دغه اعلان د جمعې په ورځ هغه وخت کړی ؤ چې کله د ونډو په بازار کې سوداګري ختمه شوې وه.

پوهان اندېښنه څرګندوي چې راتلونکې اوونۍ د مارکيټ د خلاصېدو سره د دې فېصلې په کاروبار منفي اغېزه پرېوتی شي.

د امریکې صدر ويلي د بده مرغه تېرې انتظامیې د چين سره سوداګري په توله کې نه ده ساتلې د کومې اغېزې چې د امريکې په ټېکس ورکوؤنکو د بوج په شکل کې پرېووځي.

هغه ويلي اوس به هغه د صدر په حېث داسې کېدو ته نه پرېږدي.

نوموړي زیاته کړې چې د اکتوبر د لومړۍ نېټې څخه به د چين نه په راغوښتونکو توکيو لګول کېدونکی ټېکس د ۲۵ فيصدو نه ۳۰ فيصدو ته سېوا کولی شي.

امریکا په چين د برابرۍ په اساس د کاروباري موقعو نه برابرولو تور لګوي خو چین دغه ډول تورونه ردوي.