خلیلزاد: په افغانستان کې د لنډ مهاله حکومت په اړه نه يو غږېدلي

د افغانستان د سولې دپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ويلي،" هماغسې چې د طالبانو ویاند ویلي، موږ د لنډ مهاله حکومت په اړه نه یو غږیدلي. د حکومتدارۍ پریکړې د افغانانو پورې اړه لري چې په بین الافغاني مذاکراتو کې وکړي".

د افغانستان د سولې د نهم پړاو مذاکرات چې د تېر زيارت، پنجشنبې په ورځ پېل شوي و د الجزيرې ټيلي ويژن پرون ویلي و چې امریکا او طالبان په افغانستان کې د ۱۴ میاشتني موقتي حکومت په جوړېدو صلاح شوي دي.

خلیلزاد د همدې راپور په تړاو په تازه ټویټ کې چې پرون یې کړی ويلي يې دي چې د انتقالي حکومت په تړاو هیڅ خبرې نه دې شوي.

د قطرپه دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ په افغانستان کې دانتقالی حکومت د جوړیدو د پریکړې په اړه خپاره شوي راپورنه په داسې حال رد شوي چې د تېرې پنجشنبې د ورځې راهیسې د افغانستان د سولې په اړه د نهم پړاو مذاکرات دوام لري.

په عېن حال کې د افغانستان ولسمشراشرف غني د یوه پلاوي په مشرۍ په رسمي سفر پرون سعودي عربستان ته تللی او ټاکل شوې چې نوموړی په دې سفر کې د دغه هېواد د لوړ پوړو چارواکو سره د سولې په ګډون په یو شمېر مهمو مسایلو بحث او خبرې وکړي.

د یوبل رپوت له مخې په کابل کې د امریکا سفیر بلخ ته د سفر په مهال پرون ویلي ؤ چې امریکا ته په افغانستان کې انتخابات او سوله دواړه مهم دي خو سوله ځکه ورته لومړیتوب لري چې افغان ولس یې غوښتنه کوي.

سفیرجانبس له خبریالانو سره د خبرو په مهال په مزارشریف ښار کې ویلي امریکا هڅه کوي ترڅو افغانانوته داسې موقع چې په هغې سره دوی خپل منځي اختلاف له منځه یوسي برابرکړي.

نوموړي ويلي واشنګټن په افغانستان کې د یوې داسې دایمي سولې تلاش کوي چې د هغې موافقه افغان ملت ته د منلو و ړي.

دجانبس په خبره که چیرې د سولې په مذاکراتو کې زیات پرمختګ نه و راغلی امریکا د افغانستان دولسمشرۍ ټاکنو ترسره کېدو نه هم ملاتړ کوي.

د افغانستان د ولسمشرۍ/ صدراتي انتخابات ټاکل شوي د ستمبرپه ۲۸نیټه ترسره شي او د راپورونو له مخې ښايي چې له انتخاباتووړاندې د افغانستان د سولې په اړه یوه موافقه د اړوند ښکېلو خواوو ترمنځ لاس لیک شي.