د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ په ښايسته سيمه سوات کې يوه ۱۸ کلنه پېغله ثناګل يې خاوند په دې وژلې چې هغې خپلو زده کړو يا تعليم ته دوام ورکول غوښته.
دا پېښه د سوات په کانجو سيمه کې مخې ته راغلې ده.
د وژل شوې پېغلې ثناګل پلار حضرت حسېن وي او ای ډیوه ته ويلي لور يې د وړوکوالي نه د تعليم شوق لرلو او په وروستيو کې يې ۱۱م ټولګی په ښه نمبرو پاس کړی ؤ.
د نوموړي په وېنا لور يې د يادې علاقې سره تعلق لرونکي ځوان انيس چې د فرانس پاسپورټ لري، هغه ته ورکړې او هغويې يې واده غوښتو خو دوي ورته د تعليم جاري ساتلو دپاره د واده وروسته کولو ويلي، خو د هلک کورنۍ ورته د واده نه وروسته د تعليم روان ساتلو باور ورکړو او هغه يې يوه نيمه مياشت وړاندې واده کړه.
هغه زياته کړه د هلک کورنۍ هغه بيا نورو زده کړو ته نه پرېښوده او ده (حضرت حسېن) ورله په شخصي کالج کې داخله واخيسته خو چې خاوند يې ترې خبر شو، تېره شپه يې اول نشه کړې او بيا يې پرې ډز کړی وژلې يې ده.
نوموړی وايي چې د لور د وژنې وروسته يې خاوند انيس فرانس ته په تېښته کې بريالی شوی دی.
د سوات د کبل سيمې د پوليس مشر ډي اېس پي اکبر خان د پېښې په اړوند نور جزيات نه دي شريک کړي يواځې دومره يې ويلي چې دوي په دغه موقع عمليات کړي دي خو د عملياتو تفصيل يې هم نه دی ويلی.
په سوات کې د ښځو د حقونو دپاره کار کوونکي يوې غېر دولتي ادارې (ووکنګ) غړی شمشېرعلي وايي چې په تېره يوه مياشت کې په سوات کې نزدې اووه جينکۍ وژل شوي خو په دغو پېښو کې تورن ککړ کسان نه دي نيول شوي.
د کانجو پوليس ويلي د ثناګل په وژنه د هغې تورن خاوند انيس په اړوند يې مرکزي تحقيقاتي ادارې (اېف ايي ای) ته خواست کړی چې دغه هلک د ملک نه بهر تلو ته نه پرېږدي.
خو د جينۍ پلار وايي چې هلک فرانس ته رسېدلی دی.
د پاکستان په بېلابيلو برخو کې وخت په وخت د غېرت په نوم د ښځو د وژنو پېښې مخې ته راځي.
د اګست په مياشت کې د سوات په شموزو علاقه کې د کورني زړه بداوي له امله سړي خپله ښځه وژلې وه.
پاکستان کې د بشري حقونو تنظيم اېچ ار سي پي وايي، په کال ۲۰۱۸م کې د ښځو پرضد د تشدد ۱۱۶۱ پېښې رپوټ شوي چې پکې ۳۱۶ پېښې د غېرت په نوم شوي دي.
د خېبرپښتونخوا په اسمبلۍ کې روان کال د فرورۍ په میاشت کې په ښځو د تشدد پرضد يوه قانوني مسوده په اسمبلۍ کې وړاندې کړی شوی خو د مخالفه سياسي او مذهبي ګوندنو د مخالفت له امله دغه مسوده قانون جوړه نه کړی شو.
پاکستان کې د ښځو د حقونو دپاره کار کوونکي تنظيمونه وايي اول خو په ملک کې ښځو ته د دوي د پوره حقونو ترلاسه کېدو کوټلي قوانين نشته او که کوم موجود دي نو په هغې پوره عمل نه کيږي، ځکه د ښځو د وژنو او په هغوي د تشدد په پېښو کې کمی نه راځي.