سوات: کم عمره ماشومې سره جنسي تيري کوونکي ته د ۳۸ کالو بند سزا اورول شوې

سوات: ماشومې سره جنسي تېری کوونکی د پوليس په بند کې.

د خېبر پښتونخوا په سوات سيمه کې د ترهګرۍ ضد عدالت کم عمره ماشومې سره جنسي تيري کوونکي ته د ۳۸ کالو بند او لاک روپو د جرمانې سزا اورولې ده.

د سيمې نه د ډيوه خبريال فياض ظفر وايي د ترهګرۍ ضد مقدمې کوونکي عدالت قاضي عبېدالله، صهېب رحمان نومې تورن تن ته د ماشومې سره د جنسي تيري په تور دغه سزا اورولې ده.

په صهېب تور ؤ او په اپرېل ۲۰۱۸ م کې پرې مقدمه درج کړی شوې وه چې د څلور کلنې ماشومې سره يې جنسي تيری کړی دی.

د تورن تن پرضد د سوات په رحيم اباد پوليس تاڼه کې مقدمه درج کړی شوې وه.

پاکستان کې نه يواځې د کم عمره ماشومانو جينکو بلکې هلکانو سره هم وخت په وخت د جنسي تيريو پېښې کيږي.

په پاکستان کې د ماشومانو د حقونو دپاره کار کوونکي غېر دولتي تنظيم ساحل په خپل يو تازه رپوټ کې ويلي چې د روان کال ٢٠١٩ په لمړو شپږو مياشتو کې د جنورۍ نه تر جون د مياشتې په موده کې ۱۳۰۴ ماشومان د جنسي تيري ښکار شوي دي.

د رپوټ ترمخه د جنسي تيرو د پېښو وروسته ١٢ هلکان او ٤ جينکې وژلې شوې هم دي.

په رپورټ کې د ورکړی شوو شمېرو ترمخه په خېبرپښتونخوا کې ٥١ ، په بلوچستان کې ٣٢ ، په ګلګت بلتستان کې درې ، په کشمير کې ١٨، په اسلام اباد کې ٩٠ ، په سيند صوبه کې ٤٥٨ او په پنجاب صوبه کې تر ټولو زيات ٦٥٢ ماشومان د جنسي تيريو نښه ګرځيدلې دي.

پاکستان کې غېر دولتي ادارې او د بشري حقونو دپاره کار کوونکي وايي دا هغه شمېرې دي چې رپوټ شي ډېری داسې پېښې د رپوټ کېدو نه هم پاتې شي او يا پرې خلک ځان غلی پاتې کړي.

د ماشومانو د حقونو دپاره کار کوونکي وايي اول خو په پاکستان کې ماشومانو سره د جنسي تيري د مخنیوي دپاره کوټلي قوانين نشته او که په دغه لړ کې کوم قوانين موجود هم دي هغه په عمل کې نه راوستل کیږي ځکه دغه جرم دوام لري.