د قبايلی ضلعو زده کوونکي وايي د هېواد په مېډېکل او انجينيرنګ کالجونو کې ورته داخلې نه ورکړل کيږي

د پېښور پوهنتون د زده کوونکو د احتجاج عکس

په خېبر پښتونخوا کې د ورګډو شوو قبایلي ضلعو زده کونکي وایي د کله نه چې پاکستان جوړ شوی دی نو د هاغه وخت نه د هېواد په مېډیکل او انجينیرنګ کالجونو کې د دوي دپاره برخه ټاکل شوې وه، خو اوس چې دوي په صوبه کې شامل شو د تېر کال راهسې ورته دغه برخه نه ده ورکړل شوې.

د سيمې زده کوونکي وايي دوي له د مېډیکل دپاره ۱۶۷ او انجینیرنګ دپاره ۱۰۴ چوکۍ د مخکې نه موجودې وې او د انضمام په وخت د دوي سره لوظ شوی ؤ چې د ټول هېواد په کالجونو کې به د دوي برخه یو په دوه کړی شي خو یو ځوان ډاکټر اطهر وايي د یو نیم کال تېرېدو باوجود په دې عمل نه دی شوی.

ډاکټر اطهر وایي په ۷۰ کالو کې د پخوانۍ فاټا آبادي ډېره سېوا شوه خو د هېواد په پوهنتونونو کې د سيمې د زده کونکو دپاره په چوکیو کې اضافه ونشوه.

هغه وویل کله چې سرتاج عزیز او د هغه په مشرۍ ډلې د فاټا انضمام پحقله مفصل راپور خپور کړو نو د ځوانانو هیله پېدا شوه اوس به دوي ته نورې اسانتیاوې تر لاسه شي ځکه چې په دغه وړاندیز کې په واضحه لیکل شوي وو چې د انضمام نه پس به د فاټا ذده کونکو لپاره مخصوصې چوکۍ یو په دوه کړې شي.

د شمالي وزیرستان څخه نوی منتخب شوی د صوبایي اسمبلۍ غړی میرکلام وزیر وایي کله چې مونږ سره دا ژمنه کېده نو هاغه وخت مونږ د خېبر پښتونخوا صوبې برخه نه وو او په وړاندیز کې د ټولو صوبو ذکر دی نو باید نه یواځې پښتونخوا او نورې صوبې بلکې وفاق هم مونږ سره دغه لوظ پوره کړي.

نوموړی وویل هغه ځکه داسې وايي چې ژمنه ورسره وفاقي حکومت کړې وه.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل په اسمبلۍ کې دننه به د ټولو ګوندونو غړو سره په دې بابله خبره کوي او دا مسله به په اسمبلۍ کې وړاندې کوي.

بل لور ته په کالجونو کې د داخلو پروسه شروع شوې ده او زده کونکي وایي دوي به د سبا نه پیښور کې د خېبر میډیکل پوهنتون بهر احتجاجي پرلت شروع کړي او تر هاغې به ناست وي تر څو چې د دوي برخه دوه چنده کړی شوې نه وي.

راپورونه وايي نن د شورو، چارشنبې په ورځ په دې موضوع د سېنېټ په قايمه کمېټۍ کې هم بحث شوی او په داخلو نه ورکولو اندېښنه څرګنده کړی شوې ده.

ويل شوي قبايلي زده کوونکو ته په مېډېکل کالجونو کې په خپله کوټه په داخلو نه ورکولو اړونده چارواکو ته د غصې څرګندونه شوې او لارښوونه شوې چې د قبايلي زده کوونکو په ځانګړې برخه دې د دوي داخلې يقيني او سېوا کړی شي.