مولانا فضل الرحمان وايي اول به عمران خان استعفی ورکوي د هغې وروسته به مذاکرات کوو

د پاکستان تحریک انصاف ګوند حکومت ويلي د مولانا فضل الرحمان سره یې د مذاکراتو دپاره د دفاع وزير پروېز خټک په مشرۍ کميټي جوړه کړې او د ازادي مارچ په اړه به ورسره خبرې کوي.

خو د حکومت د اعلان سره سم مولانا فضل الرحمان ويلي اول به وزیراعظم عمران خان استعفی ورکوي د هغې وروسته په حالاتو به مذاکرات کولی شي په استعفی هيڅ ډول مذاکرات نه کوي.

مولانا د تحریک انصاف ګوند د حکومت پرضد اسلام اباد ته د ازادي مارچ په نوم د لاريون اعلان کړی او دعوه کوي د تحريک انصاف حکومت په ټګۍ ټورۍ جوړ شوی دی.

مولانا وايي دا حکومت دې لرې شي او د نوي سر نه دط انتخابات وشي.

د تحریک انصاف د حکومت د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي ویلي د دفاع وزير پروېز خټک په مشرۍ يوه کميټي جوړه کړی شوې او هغه به د مولانا فضل الرحمان سره مذاکرات کوي.

قرېشي ويلي د وزيراعظم په مشرۍ د کور کمېټۍ په غونډه کې ځينې پرېکړې شوي او تحریک انصاف سياسي ګوند دی او د سياسي ماملاتو حل کولو چل ورته ورځي.

خو نوموړي ورسره زياته کړې که د مولانا په خبره کې وزن وي اورېدو ته يې تیار دي او که څوک په دې غلط فهمۍ کې وي چې د لاريون يا دهرنې له امله به حکومت لرې کړي نو تحریک انصاف له دې زياته تجربه لري.

مولانا فضل الرحمان د ازادي مارچ دپاره د ملاتړ ترلاسه کولو په موخه د سياسي ګوندونو د مشرانو سره ويني او پرون د شورو، چارشنبې په ورځ يې د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د مشر محمود خان اڅکزي سره ليدلي دي.

په دغه مهال مولانا ويلي داخبره په ډاګه کوي چې له دې وړاندې د پاکستان اسټبلشمنټ کله هم د ائين ماتولو کوم اقدام کړی دی نو قوم ته یې ځان د ملک بچ کوونکي په توګه وړاندی کړي خو نن چې قوم په کوم بد حال کې دی د دې زمه وار اسټبلشمنټ ګڼي.

هغه وويل د دوی دا خبره دې په ډاګه واورېدل شي که څوک په ملک کې د مارشل لا راوستو سوچ کوي هغه ورته ويل غواړي چې د ازادي مارچ مخه به هغو ته واړوي اوکله به هم په پاکستان امریت ونه مني.

پاکستان مسلم ليګ ن او پيپلز ګوند هم ويلي چې د تحریک انصاف د حکومت پرضد د مولانا فضل الرحمان ملاتړ کوي.

دغه ډول عوامي نيشنل ګوند هم د مولانا فضل الرحمان د ازادی مارچ د ملاتړ ويلي دي.