ولسمشرغني د خواخوږۍ د شریکو لو په هدف د ننګرهار هسکې مېنې ولسوالۍ ته تللی

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن د خالي، شنبې په سهار د یو پلاوي په مشرۍ د ختیځ ننګرهار ولایت هسکې مېنې ولسوالۍ ته رسیدلی او هلته یې د تېرې جمعې په ورځ د خونړۍ پېښې د قرباني شویو او د هغوی دکورنیو له غړو سره یې همدردي شریکه کړې ده.

د تېرې جمعې د لمانځه په مهال د هسکې مینې ولسوالۍ د جودرې په جومات کې درامنځته شوې چاودنې له امله د ځايي چارواکو په وینا ۶۶ کسان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان شوي و.

د هسکې مینې ولسوالۍ ته له ولسمشر غني سره په دې سفر کې چې هدف یې له ولسونو سره غمشریکي او همدري ښودلې شوې ټاکل شوې له قربانیو شویو کسانو لاس نیوی وکړي.

له ولسمشرغني سره په دې سفر کې د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب، د کابينې غړي، د ولسي او مشرانو جرګې یو شمېر غړي ملتیا کوي.

که څه هم تراوسه د دې پېښې مسئولیت چا په غاړه نه دی اخیستی خو ولسمشر غني په یوې اعلامیه کې ویلي و چې وسله والو طالبانو د ترهګرو ډلو فعالیتونو ته زمینه برابره کړې ده.

د ننګرهار د هسکې مینې په ولسوالۍ کې د شوې چاودنې له امله د جومات دیوالونه او چت په بشپړه توګه نړیدلي او له همدې امله د وژل شویو کسانو شمېر بیا د ځايي اوسیدونکو په وینا ۷۲ کسانوته رسیدلی او د ټپي شویو کسانو شمیر له ۵۰ نه زیات و.

د ننګرهار خونړۍ پیښې د سیمې ، نړۍ د افغان حکومت ،د افغانستان علماوو شورا او د بشري حقونو خپلواک کمیسیون غبرګونونه راپارولي دي .

په کابل کې د امریکا سفارت او ایران په هسکې مینې ولسوالۍ کې په جومات د شوي برید پرضد یې غبرګون ښودلی اوغندنه یې کړې ده.

د ملګرو ملتونود بښنې نړیوال سازمان ویلي په ننګرهار کې پرلمونځ کوونکو شوی برید جنګي جنایت دی او عاملین یې باید مجازات شي.

افغان ولسمشر اشرف غني د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون او د افغان علماوو سرتاسري شورا د هسکې مینې د چاودنې غنده وکړه او هغه یې د بشرضد اود اسلامي اصولو خلاف عمل ګڼلی دی.

په افغانستان کې ناټو هم دا برید په سختو ټکو غندلی او ویلي دي چې د افغانستان له خلکو به خپل ملاتړته دوام ورکوي.