کشمیر: پاکستان او هند د يو بل د پوځي سرتېرو او ملکي وګړو د وژنې ادعاوې کړي

د پاکستان پوځ ویلي هندي پوځ په جورا، شاه کوټ او نوسهري سېکټر په ملکي وګړو ډزې کړيِ يو پوځي سرتېری او دوه ملکي وګړي يې وژلي دي.

پوځي وياند په ټویټر ويلي په ځوابي ډزو کې د هند نهه سرتيري وژل شوي او دوه بنکرې يې تباه کړی شوي دي.

د پاکستان پوځ ویلي د هندي ځواکونو په ډزو کې يو پوځي سرتېری او دوه ملکي وګړي وژل شوي دي. ويل شوي په ډزو کې دوه پوځي سرتيري او پينځه ملکي وګړي ژوبل شوي هم دي.

د اېسوسي اېټډ پرېس ترمخه د هند پوځ ويلي د پاکستان پوځ نن د اتوار، يکشنبې په سهار د هند د پولې په ځواک او ملکي وګړو باندې ډزې کړي دي.

د هند پوځ د پاکستاني پوځ په ډزو کې د دوه سرتېرو او يو ملکي وګړي د وژنې ويلي دي.

پاکستان تل د هند په پوځ تورونه لګوي چې د کشمیر په وېشونکې پوله د اوربند سرغړونه کوي.

دغه ډول تورونه د هند پوځ په پاکستان لګوي خو ورسره دواړه هېوادونه د يو بل تورونه ردوي.