د ورکو بلوڅانو کورنۍ: د هایکورټ مخ ته احتجاج ته پرېنښودل شو

Your browser doesn’t support HTML5

په کوټه کې د جبري بې درکه بلوڅانو د کورنیو مېرمنو د پریس کلب مخته احتجاج کړی او غوښتنه یې کړې چې په جبري توګه وړل شوي ځوانان دې یې خوشي کړل شي. دوی وایي غوښتل یې چې د هایکورټ مخته احتجاج وکړي خو اجازه ور نه کړل شوه.

احتجاج کوونکو مېرمنو ویلي "که یې هغوی [ورکو ځوانانو] څه جرم یا ګناه کړې وي نو د قانون مطابق باید په څلرویشتو ګنټو کې عدالت ته وړاندې شي".

د بلوچستان د کورنیو چارو وزارت د بې درکه بلوڅانو د کورنیو دا تور تل رد کړی چې ګواکې د دوی ځوانان امنیتي ادارو وړي دي.