روسي ځواکونه د نوي تړون له مخې د سوریې په پوله ګمارل شوي

واشنګټن: روسي ځواکونو د شورو یا چهارشنبې په ورځ د سوریې پر پوله باندې ګزمې پیل کړې تر څو له ترکیې سره هغه تړون پر ځای کړي د سوریې د شمالي ختیځې برخې د کنټرول په اړه یې کړی و.

کرملن کردي جنګیالیو ته وویل، له ټولې سرحدي سیمې څخه په شا شي او که نه نو د ترکي ځواکونو له غبرګون سره به مخ شي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم ورته خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د هغه پوځ به یو ځل بیا د کردي جنګیالیو پرضد پوځي عملیات پیل کړي کچېرې دغه تړون پلی نه شي.

اردوغان او د روسیې ولسمشر ویلادمیر پوتین د نهې یا سې شنبې په ورځ دغه تړون ته سره ورسېدل چې له مخې به یې روسي ځواکونه د سوریې په شمال ختیځې برخه کې پر پوله ګمارل کېږي تر څو د امریکا ځواکونو له وتلو وروسته رامنځ ته شوې تشته ډکه کړي.

کردي جنګیاليو ته چې یو وخت یې د ترکیې په وړاندې د خپل ځان د ژغورلو لپاره په امریکايي ځواکونو باندې ډډه وهله د راتلونکې نهې یا سې شنبې تر ورځې پورې وخت ورکړل شوی چې له سرحدي سیمو څخه چې لا تر اوسه هم پکې دي ووځي.

په ورته وخت کې عراق د هغو امریکايي ځواکونو پر مخ خپله دروازه تړلې کوم چې له سوریې څخه د عراق خاورې ته داخل شوي دي.

د عراق د دفاع وزیر نجح الشماري اسوسېټېډ پرېس ته ویلي دي چې دغو امریکايي ځواکونو له عراق څخه یواځې د ټرانزیټي لارې په توګه کار اخیستی او په یوې میاشت کې به کوېټ، قطر او یا امریکا ته ولاړ شي.