واشنګټن ــــ د امریکې په پایتخت واشنګټن ډي سي کې د پاکستان د سفارت مخې ته د شنبې- خالي په ماسپښین د بشري حقونو لسګونه فعالان را غونډ شوي وو او په پېښور کې د نیول شوي پروفیسر محمد اسماعیل د خوشي کېدو غوښتنه یې کوله.
احتجاج کوونکو په لاسونو کې شعارپاڼې را اخیستې وې چې پر ځینو یې د پروفیسر اسماعیل د خوشي کېدو غوښتنې لیکلې وې. دوی په لوړ اواز هم د پروفیسر اسماعیل د خوشي کېدو او د ترهګرۍ په ضد شعارونه ورکول. په مظاهره کې د پروفیسر اسماعیل د لوڼو ګلالۍ اسماعیل، سبا اسماعیل او زوی په ګډون د پاکستان، افغانستان او د امریکې د بشري حقونو فعالانو ګډون کړی وو.
ګلالۍ اسماعیل له وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وویل، د دې مظاهرې مقصد یې په پاکستان کې د دې د پلار او د پښتون ژغورنې غورځنګ د نورو بندي کسانو خوشي کېدل دي:
"زما په پلار یې الزام لګولی دی چې په سوشل مېډیا باندې یې د پاکستان د ادارو خلاف خبرې کولې، خو هغه د ادارو خلاف نه بلکې ادارو به چې د انسانانو خلاف یا د پښتنو خلاف څه کول د هغه خلاف یط خبره کوله. هغه پروفیسر وو خو جرم یې صرف دا دی چې زما پلار دی او دوی په دې ذریعه ما خاموشه کول غواړي".
د بشري حقونو د فعالې ګلالۍ اسماعیل د پنجشنبې- زیارت په ورځ وي او اې ډیوه ته ویلي وو، چې پلار یې پروفیسر اسماعیل د پېښور هایکورټ له مخې په ملېشه جامو کې ورغلیو کسانو په یوه موټر کې له ځانه سره وړی وو، چې وروسته څرګنده شوه د پاکستان مرکزي تحقیقاتي ادارې (ایف ای اې) کسانو وړی او شپه یې په تاڼه کې تېره کړې وه.
په احتجاج کې د پاکستان د بشري حقونو نومیالۍ فعالې ماروي سرمد هم ګډون کړی وو، هغې پخپله وینا کې وویل، د پاکستان امنیتي ادارې او حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو او پروفیسر اسماعیل په نیولو سره نه یواځې د خپل آیین سرغړونه کوي بلکې له بنیادي بشري حقونو هم سرغړونه کوي:
"پروفیسر اسماعیل پخپله پروفیسر وو چې طالبعلمانو ته یې زدکړه ورکوله، هغه نیول شوی نه بلکې تښتول شوی وو، له څلرویشت ګنټو وروسته عدالت ته راوړل شو او د سایبر کرایم په بنیاد مقدمه ورباندې درج شوه خو هیڅوک نه پوهېږي چې هغه د سایبر له قانون څه سرغړونه کړې وه".
د پاکستان سفارت مخته د پروفیسر اسماعیل په ملاتړ احتجاج.
پروفیسر اسماعیل د تېرې جمعې په ورځ په پېښور کې وروسته له هغې عدالت ته وړاندې کړل شو چې د امریکا په ګډون د بشري حقونو یو شمیر تنظیمونو اؤ فعالانو د هغه پر ناڅاپي او جبري وړلو سختې اندېښنې ښکاره کړې او د هغه د خوشي کولو غوښتنه یې وکړه.
په احتجاج کې شریکې یوې بلې فعالې سپوږمۍ مسود وي او اې ډیوه ته وویل، په داسې احتجاجونو سره نړۍ ته دا ویل غواړي چې په پاکستان کې له پښتنو سره ظلمونه کېږي خو نړۍ ورباندې خوله پټه کړې ده:
"له پروفیسر سره چې داسې چلند کېږي نو له نورو پښتنو سره به څه کېږي، نن یې چې د ګلالۍ اسماعیل پلار نیولی دی همداسې یې په زرګونو نور پښتانه او محکوم خلک نیولي او د هغوی کورنۍ یې بې سرنوشته کړې دي".
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د جمعې په ورځ په یوه بیان کې دا منلې وه چې پروفیسر اسماعیل د سایبر جرمونو د قانون په بنیاد امنیتي ادارو نیولی دی. د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل پر ټویټر لیکلي وو، چې پروفیسر اسماعیل ته د پاکستان د ښهري په توګه د ځان د دفاع حق ورکړل شوی دی.
د پروفیسر اسماعیل وکیل شهاب خټک وایي، ایف ایي اې د جمعې په ورځ د پروفیسر اسماعیل په ضد د سایبر کرایم یا انټرنیټي جرمونو په اساس ایف ایي ار درج کړ او په دغه مقدمه کې عدالت هغه د څورلسو ورځو لپاره زندان ته واستاوه.
شهاب خټک وایي په پروفیسر اسماعیل جوړه کړل شوې مقدمه کې پر هغه د حکومت او ریاستي ادارو په ضد پر ټولنیزو رسنیو له کرکې د ډکو لیکنو او د خلکو د راپارولو تورونه لګول شوي دي.
پر ګلالۍ اسماعیل، د هغې پر پلار او مور باندې تر دې مخکې هم په پاکستان کې مقدمې درج شوې دي، چې پکې پر دوی باندې د پاکستان د ریاستي ادارو په خلاف د خلکو د را پارولو، له ترهګرو سره د مالي مرستې او د هند او افغانستان له استخباراتي ادارو د پیسو اخیستلو تورونه لګېدلي دي، خو ګلالۍ اسماعیل او مور و پلار یې دا تورونه په کلکه رد کړي دي.