مومندو کې چاؤدنې يو تن وژلی

په قبايلي ضلع مومندو کې په لاره کې ښخ بم چاؤدلی او په موټر سايکل روان تن پکې وژل شوی دی.

د مومندو ضلعې پوليس وايي دا پېښه نن د شورو، چارشنبې په ورځ د امبار تحصيل په شاتي مېنه کې شوې ده.

پوليس وايي عبدالله نومې تن په موټرسایکل روان ؤ چې په لاره کې ښخ بم پرې چاؤدلی او هغه پکې وژل شوی دی.

د امبار پوليس وايي په علاقه کې د پېښې وروسته د لټون عملیات پېل کړی شوي دي.

د عبدالله په اړوند ځايي خلک او پوليس وايي د علاقې عام وګړی ؤ، پوليس زياتوي دوی د دې مالومولو هڅه کوي چې د بم هدف هم دغه تن ؤ کنه هغه په لار کې د ښخ بم ښکار شوی دی.

د چاؤدنې زمه واري د طالبانو حزب الاحرار منلې ده او ويلي يې دي دغه تن دوی په نخښه کړی ځکه چې د دوی په وېنا هغه به استخباراتي ادارو له کار کولو.

په مومندو کې دا پېښه په داسې حال کې شوې چې د نهې، سه شنبې په ورځ د مومندو سره په پوله پرته بله قبايلي ضلع باجوړ کې د جمعيت علما اسلام ف ګوند يو ځايي مشر مفتي سلطان محمد په هدف کړی شوی ؤ.

سلطان محمد د ژوبلېدو وروسته ژوند د لاسه ورکړی او پرون خاورو ته سپارل شوی دی.

په قبايلي ضلعو کې د امنيت د ټينګښت د ادعاؤ باوجود وخت په وخت د هدفي وژنو او بمي چاؤدنو پېښې کيږي.