د افغان او پاکستاني ځواکونو جګړه: دواړو غاړو ته د 3 تنو د وژل کېدو 15 د ټپي کېدو دعوه

واشنګټن ــــ د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای ایس پي آر) دعوه کړې چې پر ډیورنډ کرښه د افغان امنیتي ځواکونو په ډزو کې د پاکستان په چترال کې د شپږو پوځیانو په ګډون 11 تنه ټپیان شوي دي.

"افغان امنیتي ځواکونو د کونړ له ناړۍ ولسوالۍ د درنو وسلو ډزې وکړې او زیات شمېر توغندي یې هم را وویشتل چې د یوې ښځې او شپږ پوځیانو په ګډون یې یوولس تنه ټپیان کړل".

د پاکستاني پوځ له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې دعوه شوې چې د پاکستاني پوځیانو له خوا په ځوابي ډزو کې هم د افغان ځواکونو امنیتي پوستو ته زیان تاوان اوښتی دی خو افغان چارواکو دا خبره نه ده تایید کړې.

رپوټونه وایي د دوو ورځو د ډزو تر تبادلې وروسته د دواړو هېوادونو پوځي چارواکو خبرې کړې چې په نتیجه کې یې ډزې بندې شوې دي.

د افغان چارواکو دریځ:

د افغانستان کونړ ولایت ته څېرمه پر ډیورنډ کرښه باندې د دې وروستۍ نښتې په اړه افغان چارواکو دعوه کړې، چې وایي د ګل- دوشنبې په ورځ د پاکستان له خوا په ور ویشتل شویو توغندیو کې درې ښځې وژل شوې دي.

د کونړ والي عبدالغني مصمم اې پي خبري ایجنسۍ ته ویلي، چې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ جګړه د اتوار- یکشنبې په ورځ په داسې حال کې پیل شوه چې افغان ځواکونو پاکستاني ځواکونه د ډیورنډ پر کرښه د تاسیساتو له جوړولو را وګرځول او بیا د دواړو غاړو تر منځ ډزې پیل شوې.

افغان چارواکي وایي نښتې څو ګنټې دوام وکړ، چې وایي د درو ښځو د وژل کېدو تر څنګ څلور نور عام کسان پکې ټپیان شوي هم دي.

افغان چارواکي وایي د پاکستاني ځواکونو د ډزو له کبله په درځنونو کسان د کونړ له ناړۍ ولسوالۍ نورو سیمو ته کډه شوي دي.

په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل تېره ورځ پر خپل ټویټر د پاکستان له خوا ډزې یو غیرانساني عمل او د نړیوالو قوانینو خلاف کار بللی. ښاغلي مشعل پر ټویټر لیکلي:

"موږ د ډیورند کرښې ته څېرمه د پاکستان له خوا ګولۍ اورول په کلکه غندو، دې ډزو په کونړ کې عامو خلکو ته ځاني زیان اړولی دی. موږ د تشدد او همداراز پر خیالي کرښه د اغزن تار غزولو د فوري ختمېدو غوښتنه کوو. دا دواړه له یو اړخه دي."