فریډم هاوس: په نړۍ کې د انټرنېټ ازادي کمه شوې ده

په واشنګټن کې د فریډم هاوس په نامه یوه خیریه اداره وايي، داسې ښکاري چې د ټولنیزو رسنیو ازادي په کمېدو ده.

ددغه راپور لیکواله الې فونک وايي، مونږ سږ کال دوو برخو ته کتل یو دا چې حکومتونه څه ډول په ټاکنو کې په خپله ګټه ټولنیزې رسنۍ کاروي او دوهم دا چې دوی څه ډول خپل خلک څاري.

په راپور کې راغلي دي، چې په نړۍ کې له ۶۵ څخه په ۴۰ هېوادونو کې چې انټرنیټي ازادي لري په ټولنیزو رسنیو باندې د څار پرمختللي پروګرامونه لري.

فونک وايي:

"مونږ دا وموندله چې کورني لوبغاړي که هغه حکومت وي او یا سیاستوال د بیا ټاکل کېدو لپاره هڅه کوي د هېواد ازادې او بې پرې ټاکنې د انټرنیټ له لیارې په خپله ګټه زیانمنې کړي."

تر ټولو زیاته کارېدلې وسیله د ښي اړخو سیاستوالو لخوا د غلطو معلوماتو خپرول وو.

فونک وايي، د ټولنیزو رسنیو زور د عربو د پسرلي یا ارب سپرېنګ پر وخت څرګند شو.

دا وايي:

"زه نه پوهېږم چې هر څوک به په دې پوه شوي وي او که نه چې حکومتونو څومره ژر انټرنېټ زمونږ پرضد وکاروه. د حکومتونو دې ته پام شو چې دوی هم کولای شي چې له انټرنیټ څخه د خپلو خلکو پرضد کار واخلي."

خو د حکومت لخوا د انټرنیټي ازادیو پرضد د ګامونو له پورته کېدو سره کله سخت غبرګون هم ښودل کېږي لکه په ماسکو کې چې په تېر اوړي کې د مخالفو سیاسي کاندیدانو پرضد د حکومت لخوا د ناوړه کمپاین په ځواب کې چې وښودل شو.

فنک وايي، لاریون کونکي په دې پوهېدل چې حکومت یې ګوري او څاري نو ځکه دوی د بیلابېلو لاریونونو د تنظیم لپاره د کوډونو په ژبه خبرې کولې تر څو یې چې ټول سره یوځای او تنظیم کړ.

دا لسم ځل دی چې د فریډم هاوس په نامه اداره د ۲۰۰۹ کال راهیسې د انټرنیټ د ازادیو په اړه راپور خپروي.

دوی وايي، د تېرو لسو کالو راهیسې کال په کال د انټرنیټ ازادي په کمېدو ده.