په هند کې د بابري جمات د قضيې فېصله، سپريم کورټ د لانجمنې ځمکې هندوانو ته د ورکولو امر وکړو

د هند سترې محکمې د بابري جومات د قضيې فېصله واوروله، د لانجمنې ځمکې هندوانو ته د ورکولو او مسلمانانو ته يې په بدل کې د پينځه اېکړه ځمکې ورکولو امر وکړو.

د هند د سترې محکمې د مشر قاضي جسټس رنجن ګوګويې په مشرۍ د پينځه ججانو ډلې دا فېصله واوروله، د مشر قاضي په وېنا دا متفقه فېصله ده.

عدالت په فېصله کې څه وويل

عدالت په فېصله کې ويلي چې د سني وقف بورډ ته دې د جومات جوړولو دپاره بدله ځمکه ورکړی شي او عدالت د دوه اعشاريه ۷۷ اېکړه لانجمنې ځمکې هندوانو ته د ورکولو امر وکړو او په درې میاشتو کې يې د ټرسټ جوړولو وويل.

د هند ستره محکمې د تېرې میاشتې په ۱۶م نېټه دا فېصله محفوظ کړی وه.

د جمعې په ورځ سترې محکمې په خپله وېب پاڼه ويلي چې نن د خالي په ورځ دغه مهمه فېصله اوروي. د ياد اعلان سره سم په هند کې د امنيت کلک ګامونه پورته کړی شوي دي.

د هند د سپريم کورټ مشر قاضي رنجن ګوګويي د جمعې په ورځ د هند د اترپردېش د چيف سيکتر او پوليس مشر سره ليدلي اود امنيت ټينګ ساتلو په اړوند ورسره غږېدلی ؤ.

ويل شوي نن په اترپردېش کې په تعليمي ادارو کې رخصتي او نور روزنيز مرکزونه بند کړی شوي وو.

فېصلې ته د پاکستان سمدستي غبرګون

د هند ستره محکمه دا فېصله په داسې حال کې واورله چې پاکستان د هند سره د سيکهـ مذهب منونکو دپاره د کرتار پور لار پرانسته.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي وايي، دا د سوچ خبره ده چې په ننۍ ورځ دا فېصله اورول کيږي دا معنی لري.

د هند د سترې محکمې په فېصله غبرګون کې ځايي ميډيا سره په خبرو کې هغه وويل پاکستان نن د سيکهـ‌ مذهب منونکو دپاره د کرتارپور لار پرانيزي او د هند سپريم کورټ د بابري جومات فېصله اوروي.

هغه وويل دوی به د فېصلې په تفصيل سره کتو وروسته دې رسمي غبرګون وايي خو په ننۍ ورځ دا فېصله اورول د هند د کرکې څرګندونه ده.

د هند وزيراعظم څه ويلي؟

د هند وزیراعظم نريندرا مودي ويلي ؤ چې فېصله هر څنګه راشي ودې منل شي هغه په ټويټر ويلي ؤ دې فېصلې ته دې د چا د ګټې او بېلاد په سترګه ونه کتل شي.

په ۲۰۱۰ م کې د لکهنؤ بنچ دا لانجمنه ځمکه په درې برخو وېشلې دوه يې هندوانو او يوه مسلمانانو له ورکړې وه.

هندوانو او مسلمانانو د دې فېصلې پرضد سپريم کورټ ته خواستونه کړي وو.

بابري جومات

په شپاړسمه صدۍ کې جوړ شوي بابري جومات باندې هندوان دعوه کوي چې دا د دوی د مذهبي مشر رام جي د زېږون ځای دی او دلته د هغه مندر ؤ او د مسلمان باچا ظهرالدين بابر په واکمنۍ کې دا وران کړی شوی او جومات پرې جوړ کړی شوی ؤ.

خو مسلمانان دغه دعوه ردوي.

په کال ۱۹۹۲م کې وشوهندوپرېشد، ار اېس اېس او بي جی پي د رام مندر په حق کې تحریک چلولی اود کال ۱۹۹۲م په دسمبر کې يې په لويه شمېره کې خپل پلويان راټول کړي او بابري جومات يې نړولی ؤ.