واشنګټن ــــ د پاکستان روغتیايي چارواکې وايي په بلوچستان صوبه کې د ایچ ای وي اېډز ناروغي مخ په زیاتېدو ده چې وایي علت يې د دې ناروغۍ په هکله په خلکو کې د پوهې کمی او د پټولو هڅه ده.
په یاده صوبه کې د اېډز د مخنیوي لپاره د حکومتي ادارې مرستیال مشر ډاکټر داود اڅکزی وايي، دا وخت په بلوچستان کې نږدې 6000 کسان په اېډز اخته دي چې وايي زیاتره يې په کوټه کې دي خو په ږوب، کلا عبدالله، پښین، تربت، لسبېله او جعفراباد ضلعو کې هم د اېډز د ناروغانو شمېر زیات دی.
ډاکټر داود وویل په صوبه کې د اېډز د ازموینې او علاج وړیا اسانتیاوې ورکول شوې دې خو خلک د ناسمو معلوماتو او د دې ناروغۍ په اړه د پروپېگنډې له امله دغه ناروغي پټوي چې په نتیجه کې يي اېډز د کنټرول پر ځای نور خوریږي.
د اېډز په اړه د پوهاوي د یوې غیر دولتي ادارې "سوچو" پاکستان مشر امان الله کاکړ وايي، د اېډز د خورېدو یواځینی علت غیر محفوظه جنسي اړیکې نه دي:
"د دغو ناروغانو وينه بل مریض ته لگول، یوه ستنه (پېچکاري) ډېرو ناروغانو ته لگول، په یوه بلېډ د ډېرو شېو کول، د غاښونو د ډاکټرانو ناصفا آلات، په نامسلکي خلکو د پوزې او غوږونو سوري کول او همدا ډول د ماشوم هلکانو د سنتي لپاره نا صفا آلات کارولو څخه هم د اېډز د ناروغي خطرونه شته".
ملګرو ملتونو د اېډز د ناروغۍ په هکله په خپل رپورټ کې ویلي چې په پاکستان کې د اېچ ای وي مرض ډیر په تېزۍ خورېږي او په تېرو اتو کلونو کې 13 فیصده زیاتوالی پکې راغلی دی، رپورټ وايي په 2018م کال کې د اېډز د ناروغانو شمېر یو لکه اته شپېته زره 168,000 ته رسېدلی دی.
څه موده وړاندې د پاکستان سیند صوبې په رتو ډېرو سیمه کې د استعمالي سرنجونو له لارې اېډز ډېر زیات خور شو او حکومتي چارواکو د 75 ماشومانو په گډون په 98 کسانو کې د اېډز پخلی کړی وو.