د خیبر پښتونخوا حکومت د ساري ناروغیو د مخنیوي پروګرام پیل کړ

په خېبر پښتونخوا کې د هر ډول وبايئ ناروغیو د مخنيوي د پاره د صوبې د صحت محکمې لخوا نن د نهې په ورځ يوه نوې منصوبه په پېښور کې پرانستل شوه.

د دغې منصوبې ترمخه د صوبې ټولې اړونده محکمې به د قسم قسم بيماریو د مخنېوي د پاره په ګډه کوټلي ګامونه پورته کوي۔

د ملټي سيکټر اوټ بريک نومي منصوبې د پرانستې په مهال د خیبر پښتونخوا د صحت وزير هشام انعام الله خان ډيوه نيوز ته وويل چې په منصوبه کار شروع کولو سره به په ښه ډول د وبايئ شکل اختيارونکو بيماریو مخنيوې ممکن شي۔

هغه دا هم وويل، چې متعلقه محکمې به د هغه بيمارو په اړه څېړنې کوي کوم چې وبايي شکل اختيارولې شي بيا به د هغې په اړه منصوبه بندي کوي۔۔۔۔

د پرانستي په مهال د خېبر پښتونخوا د صحت محکمې چارواکو په شمول نورو صوبايي محکمو اعلي چارواکو، ډاکټرانو او د يو کې ايډ افسرانو د چا په مرستې سره چې دغه منصوبه پېل شوه موجود وو۔

په دغه موقع د خېبر پښتونخوا د صحت محکمې سپيشل سيکټري ډاکټر سيد فاروق جميل وېنا وه چې په صوبه کې وخت بېله بېلو بيمارو وبايئ شکل اختيارولو له وجې يو شمېر خلق متاثره شوې دي، هغه زياته کړه چې دې منصوبې پېل کولو سره به په راتلونکي کې د دغو بيمارو اثر او نقصان تر ډير حده پورې قابو کړې شي۔۔۔۔۔

د خېبر پښتونخوا د صحت محکمې د ډينګي رسپانس يونټ د شمېرو ترمخه په خېبر پښتونخوا کې تر دې دمه څه کم اوه زره کسانو کې د ډينګي وائرس تصديق شوېدې په کوم کې چې د دوه نيم زرو نه زياتو کسانو تعلق له پېښور سره دی۔

ياده دې وي چې کال ۲۰۱۷ کې د ډينګي وائرس وبايي شکل اختيارولو په نتيجه کې د ۷۰ پورې زيات کسان په ټوله صوبه کې په حق رسېدلې وو چې د پکې د ۵۰ نه سوا کسانو تعلق د پېښور سره ښودلې کېږي۔