په برتانيه او اټلي کې د جنسي تيريو سزاوار به په پښتونخوا کې د منصوبه بندۍ محکمې ته مشورې ورکولې

د پاکستان د پېنډۍ پوليسو ویلي د ماشومانو سره د جنسي تيريو د ويډيوز فلمونو خپرونکو سهېل ایاز يې نيولی دی، ایاز به په خېبرپښتونخوا کې د منصوبه بندۍ محکمې ته مشورې ورکولې او درې لاکه روپۍ تنخواه اخيسته.

پوليس ويلي دغه تن په برتانيه او اټلي کې د ماشومانو سره د جنسي تیريو په تور سزاوار شوی او بيا دغو هېوادونو راشړلی ؤ.

پوليس ويلي د سهېل اياز په اړوند مالومه شوې چې اياز به د خېبرپښتونخوا د سېول سيکرټریټ د منصوبه بندۍ محکمې مشورې ورکولې او په دې کار به يې د حکومت نه درې لاکه روپۍ تنخوا اخيستله.

د پېنډۍ پوليسو ويلي تورن سهېل ایاز یې د پېنډۍ په روات علاقه کې د يو تن په خواست نيولی دی.

پوليس زياته کړې خواست کوونکي ويلي چې اياز یې زوی تښتولی او څلور ورځې يې ورسره جنسي تیری کړی دی.

د پېنډۍ ښار د پوليس مشر محمد فېصل ويلي، دا سهېل ایاز د ماشومانو د هغې د نړيوالې ډلې غړی دی چې د ماشومانو لوڅې ويډيو خپروي دې په ۲۰۰۹م کې د برتانيې نه شړل شوی او بيا راغلی په پېنډۍ کې دېره شوی ؤ.

هغه وویل دې تن د ۳۰ ماشومانو سره د جنسي تيريو کول منلي دي او که د ماشومانو مور پلار د دغه پرضد مقدمه نه کوي پوليس به پرې په خپله مقدمه کوي.

پوليس افسر وويل ایاز به ډارک وېب چلولو، ويل کیږي په انټرنېټ په ډارک وېب غېرقانونه دندې کيږي او دې پاڼې ته هر څوک په اسانه رسايي هم نه شي کولی.

د پوليس افسر په وېنا د تورن تن د کور نه يې د ماشومانو لوڅې ويډيوز او عکسونه ترلاسه کړي د هغه لېپ ټاپ، موبايل او کېمره يې د نورو پلټنو دپاره د پلټنو ادارې اېف ايي ای ته لېږلي دي.

په ټويټر عامو خلکو د سهېل اياز هغه ویډيو خپره کړې چې پکې هغه د خپلو کړنو وايي.