بلوچستان کې نن هم اپوزیشن ګوندونو په احتجاجي توګه لویې لارې تړلې وې

Your browser doesn’t support HTML5

په بلوچستان کې نن هم د اپوزيشن ګوندونو د پلان بي احتجاجونو په لړ کې د کلا سیف الله او ږوب تر منځ لاره او د کوټې چمن تر منځ لاره تړل شوې وې چې له کبله یې عام خلک مسافر او ټرانسپورټران ډېر اغېزمن شوي دي.

د جمعیت علمای اسلام ګوند صوبایي مشر مولوي واسع وایي، دغه پلان بي نن ورځ پای ته ورسېد، وایي نن به رهبر کميټۍ ناسته کوي بيا به نوی پلان سي یا درېیم پلان جاري کېږي.