عدالت په پخواني جرنېل پروېز مشرف د غدارۍ د مقدمې پرېکړه په 28م نومبر اوروي

واشنګټن ــــ د پاکستان یوه ځانګړي عدالت د پاکستان د پخواني پوځي آمر پروېز مشرف په ضد د غدارۍ په مقدمه کې خپله پرېکړه ځنډولې او اعلان یې کړی چې دا پرېکړه به د نومبر پر 28مه اوروي.

د سپریم کورټ د وکیلانو د اتحادیې پخوانی مشر وکیل کامران مرتضی تور پورې کوي، چې پوځي اسټېبلشمنټ هم د پروېز مشرف تر شا ولاړ دی او وایي هغوی نه غواړي چې عدالت د هغه خلاف پرېکړه وکړي:

"که فرض کړه عدالت هغه سزا هم کړي بیا به له ارټیکل 10-اي څخه کار اخلي او وایي به چې دا پرېکړه خو زما په غیرموجودګي کې شوې ده ځکه یې دا مقدمه دومره پېچلې کړې ده او دا له پلان سره سم شوي چې تر شا یې پوځي اسټېبلشمنټ دی".

د نهې- سه شنبې په ورځ د اسلام اباد په عدالت کې درې کیسز بینچ د قاضي وقار احمد سېټ په مشرۍ د مقدمې اورېدنه کړې او د هغه په ضد درخواست ورکوونکي عدالت ته لیکلی جواب سپارلی دی.

قاضي د پروېز مشرف د وکیل پوښتنه کړې خو هغه عدالت ته نه دی حاضر شوی او قاضي ویلي چې هغه ته یې د خپل مؤکل د سپیناوي په اړه د دلایلو لپاره درې موقعې ورکړې خو وایي هغه حاضر نه شو. قاضي امر کړی چې هغه دې د نومبر تر 26مې خپل دلایل په لیکلې بڼه عدالت ته وسپاري.

په پخواني پوځي آمر پروېز مشرف باندې تور دی چې د خپلې واکمنۍ په مهال یې د پاکستان آیین مات کړی او په همدې تور د هغه په ضد له 2013م کال راهیسې د غدارۍ مقدمه چلېږي، چې هغه په دې موده کې یواځې یو ځل عدالت ته وړاندې شوی دی.

د مشرف په ضد د سختې غدارۍ مقدمه د مسلم لیګ (ن) ګوند تېر حکومت پیل کړې وه، چې د 2014م کال په مارچ کې ځانګړي عدالت هغه تورن اعلان کړی وو او د همدې کال په سپټمبر میاشت کې د سرکاري وکیل دفتر د هغه په اړه عدالت ته ثبوتونه وړاندې کړي وو.

د غدارۍ د مقدمې له کبله تېر حکومت د هغه نوم د سفري بندیزونو په نوملړ کې اچولی وو، خو په 2016م کال کې د عدالت په امر د هغه نوم له اې سي ایل څخه و ایستل شو او هغه له هېواده بهر لاړ چې بیا تر اوسه نه دی را ستون شوی.

پروېز مشرف د ناروغۍ د علاج لپاره له هېواده بهر تللی خو بیا تر اوسه نه د مقدمې اورېدنې ته حاضر شوی او نه یې د ویډیو لینک له لارې عدالت ته د ځان د سپیناوي په اړه خپل بیان ورکړی دی.

د غدارۍ ځانګړي عدالت د مشرف د بیرته راوستلو لپاره هغه مفرور اعلان کړ او د ده د پاسپورټ او شناختي کارډ تړلو امر یې هم جاري کړ، خو پروېز مشرف عدالت ته حاضر نه شو او د هغه وکیلانو دا دریځ درلود چې مؤکل یې ډېر ناروغه دی او عدالت ته نه شي حاضرېدای.

په پروېز مشرف باندې د بلوڅ ملتپال مشر او پخواني وزیراعلی نواب اکبر بګټي د وژنې په تور هم مقدمه درج شوې وه خو د بلوچستان هایکورټ په 2016م کال کې هغه بري کړ.