په کراچۍ کې جينکو ته د موټرسايکل چلول ور زده کول کيږي

ز

په کراچۍ کې يوه غېر دولتي اداره وايي جينکو ته د موټر سايکل چلول زده کوي او د دې لارې جينکۍ خپلواکه او په خپلو پښو ودرول غواړي.

صوفي فاؤنډېشن نومې ادارې، مېرمنې په ټايرو يا ویلونو (وېمن ان وهيلز) په نوم کمپاين پېل کړی او د ادارې مشر سلمان صوفي وايي د سيند صوبې د حکومت په مرسته به لس زره جینکو ته د موټر سايکل چلول ور زده کوي.

د کراچۍ په فريئر هال کې دستوره راجوړه شوې چې جينکۍ راشي او د موټرسايکل چلولو د زدکړې دپاره ځانونه رجسټرډ کړي.

دستورې ته په وېنا کې صوفي وويل "جينکو ته د موټر سايکل زده کولو مقصد يې جينکۍ خپلواکه جوړول دي".

هغه وویل "خپلواکي د هرانسان بنيادي حق دی د کوم څه نه چې زمونږ په ملک کې ښځې محرومه ساتل شوي دي".

هغه زياته کړه په ياد کمپاين کې به په سيند صوبه کې د کراچۍ سره لس زره جينکو ته د موټر سايکل چلول ور زده کول کيږي.

د ادارې په وېنا په کمپاين کې به د موټرسايکل د چلولو د زدکړې سره جينکو ته د ځان خوندي ساتلو او ځان بچ ساتلو زدکړې هم ورکول کيږي.

اداره وايي دا زدکړې به په کراچۍ پوهنتون کې ويړيا ورکولی شي.

د کمپاين رجسټرېشن له د کراچۍ د بېلابيلو علاقو نه په ګڼ شمېر کې جينکۍ راغلې وې د دوی وېنا وه خوشحاله دي چې يوې ادارې په رسمي ډول دا ګامو پورته کړو او د دوی دپاره اسانتياوې برابروي.

د ادارې يوې کار کوونکې افشين فاطمه وي او ای ډيوه ته وويل يواځې نن چې د کمپاين پرانسته وشوه د ماسپښين پورې د ۸۰۰ پورې جينکو ځانونه رجسټرډ کړي دي.

هغې وويل په لسو ورځو کې به جينکو ته د موټر سايکل چلول ور زده کوي او جینکۍ کولی شي چې په خپله خوښه وخت ټاکي او راشي چل زده کړي.

د سلمان صوفي په وېنا له دې وړاندې په پنجاب صوبه کې هم داسې ګام پورته کړی شوی او د هغه په وېنا د ښاري علاقو په حساب د کلیوالو جينکو د موټر سايکل په چلولو کې زياته برخه اخيستې وه.