ملګري ملتونه: په راتلونکو څو مياشتو کې به خوراکي توکو د اړ افغانانو شمېر تر ۱۴ ملیونو ورسيږي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو اداره وايي په افغانستان کې بشري مرستو ته د افغان وګړو په شمېر کې زیاتوالي راغلی دی.

دې ادارې په خپل یو رپوټ کې ویلي د روان کال د تیرو درېو میاشتو په مهال له هر دریو کسانو څخه یوتن د لوږې سره مخامخ ؤ.

د دې ادارې په افغانستان کې خوراکي توکو ته اړمنو کسانو د شمېرزیاتوالي لامل روانه جګړه، طبعي افتونه د روزګارنشتوالی ،ګراني او د هوا سړېدل یاد کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستندویې ادارې په خپل راپور کې ویلي دامهال نزدې۱۲ اعشاریه ۶ ملیونه افغانان په عاجله توګه خوراکي توکو ته ضرورت لري او یا دغه شمېر خلک له یوه ناورین سره مخامخ دي.

دې ادارې په خپل راپور کې د افغانستان روان حالت ارزونه کړې او ویلي چې په راتلوونکو څلور میاشتو کې به خوراکي توکو ته د اړمنو کسانو شمېر۱۳ اعشاریه ۹ میلیونو ته رسیږي او د افغان ولس ۳۷ فیصده وګړي اړتیا لري چې له هغوی سره د خوراکي توکو مرستې ترسره شي.

د ملګرو ملتونو نړیوالې ادارې د راتلوونکی ۲۰۲۰ م کال په ناسم حالت اندېښنه څرګنده کړې خو هغو کسانو سره چې عاجلو مرستو ته اړتیا ولري د هغوی د لاس نیوي ژمنه یې کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو اداره له کلونو راهیسې په افغانستان کې له بې وزله او فقیرو خلکو سره د خوراکي او نورو بېلابیلو توکو مرسته جارې ساتلې ده او د روان میلادي کال په تېرو شپږو میاشتو کې یو وار په میلیونو افغان وګړو باندې مرستې ویشلي دي.