د واڼه د سپين اوسېدونکي وايي د ژوند يوه بنيادي اسانتيا نه لري

د قبايلي ضلعې جنوبي وزیرستان د سپین سیمې خلکو د انتظامیې په وړاندې د علاقې ټولې مسلې په ګوته کړي او ويلي يې د پاکستان جوړېدنه راواخله تر دې دمه دوی ته د ژوند يوه اسانتيا نه ده برابر کړی شوې.

د واڼه سب ډويژن په سيمه سپين کې ځايي انتظاميې د کهلي کچهرۍ يا د عامو خلکو سره د ناستې او پوښتنو غونډه جوړه کړې او خلکو پکې خپلې مسلې وړاندې کړي دي.

د غونډې ګډون والو ځايي خلکو ويلي، دوی ته نه د صحت،نه د بریښنا، نه د کرکيلې،نه دځنګلاتو او نه بیا د سکولونو ترڅنګ د سړکونو اسانتیاوی شته.

هغوی انتظامي چارواکو ته په ګوته کړه چې په کاغذونو کې خو د سکولونو او روغتيا د مزکرونو د ودانو ذکر شته او په دغو ادارو کې د کارکوونکو د سرکاري خزانې څخه د تنخاګانو اخیستو هم ويل کيږي خو په نظر پکې څوک نه راځي.

هغوی تور لګولی چې د سکولونو او صحت څانګې ملازمین د ډیوټۍ په ځائې په کور ناست تنخوا اخلي او ځینې سرکاری ملازمین په عرب ملکونو کې مزدورۍ کوي.

دوی ويلي سپين د جنوبي وزيرستان د مرکز واڼه نه يواځې په ۲۳ کلوميټره کې پرته علاقه ده خو اسانتيا يوه نه لري او د سړک د نشتوالي له امله د منټونو سفر په ګهنټو ګهنټو کوي.

د سیمې یو تن محمد الله وویل په سپین سیمه کې يوه داسې مسله نشته چې د علاقې خلک ورسره مخ نه وي.

په موقع موجود د واڼه سب ډویژن مشر مرستیال کمشنر امیر نواز وویل د خېبرپښتونخوا د حکومت پاليسي ده چې چارواکي يې علاقو ته لاړ شي او په درشل د خلکو مسلې واوري.

وي او ای ډيوه ته نوموړي ويل چې کومې مسلې د دوی په لاس کې وې په ځای يې د هوارولو باور ورکړو او نورې چې د صوبې د چارواکو په لاس کې دي د هغې سپارښتنه به وکړي.

د سپين اوسېدونکو نزدې دوه میاشتې وړاندې د علاقې د مسلو هوارولو دپاره احتجاج کړی او د واڼه غټه لار يې تړلې وه.