په لندن کې د وژل شوي بریدګر عثمان خان مړی په پاکستان کې خاورو ته سپارل کېږي

واشنګټن ــــ د برتانيې مطبوعات وايي په لندن کې د ترهګرۍ وروسته د پوليسو لخوا وژل شوي عثمان خان مړی به په پاکستان کې خاورو ته سپارل کېږي.

د اسلام اباد اېرپورټ چارواکو مطبوعاتو ته د دې خبر پخلی کړی چې د عثمان خان مړی اسلام آباد ته ور رسېدلی دی.

مطبوعات د عثمان خان د کورنۍ په حواله وايي چې د عثمان خان مړی به د پاکستان د ولقې لاندې کشمير کې خاورو ته سپارل کېږي.

د عثمان يو رشته دار مطبوعاتو ته ويلي چې عثمان خان يې ځکه په برتانيه کې ښخ نه کړو چې دوی "وېرېدل"، خو د دې خبرې سپیناوی یې نه دی کړی.

د عثمان خان مړی پاکستان ته په وروړلو د ځينو ډلو لخوا هغه ګنګوسي رد شول چې ګنې د عثمان خان د پاکستان سره هېڅ تعلق نه وو.

مطبوعاتو د دې خبر پخلی کړی چې پاکستان ته د لېږلو نه وړاندې د برتانيې د برمنګهم ښار په يو جومات کې د هغه جنازه شوې وه.

عثمان خان تېره جمعه د لندن په تاريخي پل يا لنډن برېج پينځه کسان په چاړه وهلي وو چې پکې دوه وژل شوي او درې نور ژوبل وو.

عثمان خان چې يو جعلي ځانمرګی جېکټ يې هم په غاړه وو، پوليسو په موقعه په ډزو وژلی وو.

28 کلن عثمان خان په برتانيه کې زېږېدلی وو، په کال 2012م کې د لندن په سټاک اېکسچېنچ د ترهګرۍ په منصوبه کې د لاس لرلو په تور د 16 کالو په سزا جېل ته لېږل شوی وو چې تېر کال د دسمبر په مياشت کې د جېل نه خوشي کړی شوی وو.

د هغه خپل خپلوان وايي د جېل نه خوشي کېدلو وروسته هغه د خپلې کورنۍ سره اړيکې ختمې کړې وې.

په پاکستان کې په مېډيا کې د عثمان خان د شهريت په اړه د بحثونو په وخت د انګرېزي ژبې په ډان اخبار نيوکې کېدلې چې ولې د عثمان خان تعلق د پاکستان سره تړي.

په اسلام آباد کې د ډان ورځپاڼې د دفتر نه په تېرو څو ورځو کې دوه وارې نامعلومه کسانو ګېره تاو کړې وه او د دې اخبار کاپيانې يې سوځولې هم وې، په دغو کسانو تور دی چې د رياست په غوښتنه د ډان اخبار په ضد راپاڅېدلي وو.

د دغو پېښو په ضد نن د پاکستان په سېنټ کې د اسلام آباد انتظاميې نه غوښتنه شوې چې د ډان اخبار په ضد د محاصره کوونکو کسانو معلومات دې وکړي.

د سېنټ چارواکو په حکومت هم نيوکې کړي چې د ډان اخبار د دفتر په ضد د محاصرې په اړه يې هېڅ غبرګون نه دی ښودلی.