په کوټه کې پر ښځو د تشدد د مخنیوي په اړه دوه ورځنی انځوریر نندارتون

Your browser doesn’t support HTML5

د کوټې ښار په آرټس کونسل کې پر ښځو د تشدد د مخنیوي د شپاړس ورځني کمپاین په ترڅ کې د لاسي انځورونو دوه ورځنی نندارتون جوړ شوی چې د 42 انځورګرانو بېلابېلو انځورونه پکې نندارې ته وړاندې شوي وو.

انځورګر وایي د دې نندارتون مقصد یې دا دی چې په ټولنه کې پر ښځو تشدد او صنفي توپیر ختم شي او ښځې هم د نارینه وو غوندې د ټولنې په پرمختګ کې برابره ونډه واخلي.