د هند په نوي ډيلي کې اور لګېدنې۴۳ کسان مړه کړي

د هند په پلازمينه نوي ډیلي کې په انجامانډۍ سيمه کې په يوه فېکټرۍ کې د اور لګېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۴۳ کسان مړه شوي دي.

د چارواکو په وېنا دا پېښه نن د اتوار، يکشنبې په سهار شوې ده او په پېښه کې زياتره خواريکښ مړه شوي دي.

د راپورونو ترمخه په پېښه کې زيات هغه خواريکښ مړه شوي چې اوده ؤ، او د ژغورنې ادارو د ۵۰ پورې کسان بچ کړي دي.

ويل شوي په فېکټرۍ کې به د سکول بېګونه، بوتلې او د پلاسټک سامانونه جوړېدل.

د هند وزيراعظم نريندرا مودي په پېښه د افسوس او خواخوږۍ څرګندونه کړې ده.

د هندي ميډيا ترمخه پېښه د ګڼې ابادۍ په علاقه کې شوې ده او د تيارې او تنګوالي له سببه په امدادي کارونو کې ستونزې رامخې ته شوي دي.