د بې درکه بلوڅانو کورنیو هم د بشري حقونو نړیواله ورځ لمانځلې

Your browser doesn’t support HTML5

د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت د بلوچستان په مرکز کوټه کې هم د لادرکو بلوڅو د کورنیو غړ‎و او د بشري حقونو فعالانو احتجاج کړی دی.

د احتجاجي غونډې ګډونوال وایي، په دې صوبه کې له شاوخوا لسو کلونو راهیسې زرګونه خلک په جبري توګه بې درکه دي، خو حکومت او عدالتونه یې په موندلو کې خپله ذمه واري نه تر سره کوي.

د بلوچستان حکومت دغه دعوې ردوي او وایي یواځې څو سوه کسان چې بې درکه دي هغه یې موندلي او مقدمې یې په عدالتونو کې چلېږي.