بلوچستان: 4 لېویز عسکر له 4 بندي بلوڅو مېرمنو سره د تبادلې په نتیجه کې خوشي شول

واشنګټن ـــ د یونایټیډ بلوچ آرمي په نامه د خپلواکي غوښتونکو بلوڅانو وسلوال سازمان یوه اوونۍ وړاندې تښتولي د لېویزو څلور عسکر له پاکستاني چارواکو سره د څلورو بندي بلوڅو مېرمنو په تبادله کې بیرته خوشي کړي دي.

د پاکستاني رسنیو د سرچینو په وینا د بلوچستان د کچي ضلعې مرستیال کمیشنر سلطان احمد بګټي دا خبر تایید کړی او وایي خوشي شوي لېویز عسکر نن سهار بیرته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

د دسمبر پر 4مه د بلوچستان د کچي ضلعې په غرنۍ سیمه سني شوران کې وسلوالو د ډزو تر تبادلې وروسته 5 لېویز عسکر تښتولي وو چې یو پکې وژل شوی وو. یونایټیډ بلوچ آرمي په نوم تنظیم د دغو لېویز پولیسو د تښتونې ذمه واري منلې وه.

د کچي ضلعې چارواکي وایي وسلوالو د دسمبر پر 4مه هلته د سړک جوړوونکې تعمیراتي کمپنۍ مشینونه سوځولي وو، چې دغه پینځه لېویز عسکر تر پېښې وروسته په وسلوالو پسې ورغلي وو، خو وایي هغوی محاصره کړي، څلور تنه یې ژوندي نیولي وو او له ځانه سره یو نامعلوم ځای ته وړي وو.

له یوې اوونۍ وروسته د وسلوالو له منګولو را خوشي شوي لېویز عسکر ارباب، محمد امین، نعمان ګل او حسېن بخش نومېږي چې څلور واړه بلوڅان دي. د دسمبر پر 6مه وسلوالو یوه ویډیو خپره کړې چې پکې د دغو لېویز عسکرو د محاصره کولو صحنه لیدل کېږي او وروسته دوی خپله خپله پېژندګلوي کوي.

د نومبر پر 30مه د بلوچستان له اواران سیمې لېویز عسکرو او د ترهګرۍ ضد پولیسو له وسلوالو بلوڅو سازمانونو سره د مرستې په تور څلور بلوڅې ښځې نیولې وې او رسنیو ته یې د هغوی یو عکس خپور کړی وو چې تر مخې یې وسلې پرتې دي.

د بلوچستان نېشنل ګوند مشر اختر مېنګل او د بشري حقونو مبارزینو د دغو بلوڅو مېرمنو نیول په کلکه وغندل او ویې ویل چې دغه مېرمنې بېګناه دي خو تش د بلوڅانو د بدنامۍ لپاره نیول شوې دي.

بلوچستان نېشنل ګوند د دغو بلوڅو مېرمنو د نیول کېدو په ضد د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې هم احتجاج کړی وو او حکومت ته یې خبرداری ورکړی وو چې که دغه ښځې خوشې نه شي نو دوی به له حکومتي اتحاده ووځي.

یونایټیډ بلوڅ آرمي شرط ایښی وو او حکومت ته یې خبرداری ورکړی وو چې که په لسو ورځو کې دغه بلوڅې ښځې پرېنږدي نو نیولي لېویز عسکر به و وژني، چې په جواب کې یې حکومت دغه مېرمنې وړمه ورځ د خضدار له زندانه خوشې کړې او په بدل کې یې دوی هم څلورواړه لېویز عسکر خوشي کړل.

د بلوچستان صوبایي حکومت د دې دعوې په اړه څه نه دي ویلي چې دغه لېویز پولیس له بندي بلوڅو مېرمنو سره د تبادلې په نتیجه کې خوشي شوي که څنګه، خو د یونایټیډ بلوچ آرمي تنظیم ویاند مرید بلوڅ رسنیو ته په لېږلي پیغام کې دعوه کړې چې دوی یې د شرط په بنیاد حکومت ته سپارلي خو وایي د دوی وسلې یې نه دي ورکړې.

د یادونې وړ ده چې د بلوڅانو وسلوالو تنظیمونو تر دې پخوا هم ځینې پاکستاني عسکر او لېویز تښتولي، خو دا لومړی ځل دی چې هغوی یې د یوې تبادلې په نتیجه کې خوشي کړي دي.