د پاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې په (نړيوال اسلامک پوهنتون) کې د زده کوونکو د دوه تنظیمونو ترمنځ نښته شوې چې پکې د اسلامي جمعیت طلبه يو زده کوونکی وژل شوی او د ۲۵ نه زيات نور ژوبل شوي دي.
د اسلام اباد مرستیال کمشنر په پوهنتون کې د زده کوونکو د تنظيمونو ترمنځ نښتې او په نښته کې د يو زده کوونکي د وژنې پخلی کړی دی.
د جماعت اسلامي ګوند د زده کوونکو تنظيم اسلامي جمعیت طلبه تور لګولی چې په پوهنتون کې د دوی دستوره روانه او په دغه مهال سرايکي او پوهنتون کونسل په دوی بريد کړی دی.
اسلامي جمعيت طلبه ويلي وژل شوی زده کوونکی د دوی د تنظيم غړی طفيل الرحمان دی.
په پېښه کې ژوبل شوي کسان د اسلام اباد پمز روغتون ته وړل شوي دي.
مرستیال کمشنر ويلي دوی د پوهنتون انتظام او امنيت سمبال کړی پوليس او رېنجرز پکې په ځای کړی شوي دي.
په پوهنتون کې د امنيت له امله نن رخصتي ورکړی شوې ده.
د اسلام اباد په اسلامک پوهنتون کې د زده کوونکو ترمنځ نښته په داسې حال کې شوې چې د نومبر په ۲۹ په پاکستان کې په پوهنتونونو کې د زده کوونکو د تنظيمونو بيرته په ځای کېدو دپاره د يو والي د ورځې په موضوع لاريونونه شوي وو.
وزيراعظم عمران خان ویلي ؤ دوی به د زده کوونکو د اتحاديو په ځای کولو دپاره د چلند اصول جوړوي.