"هغه څه نه پخوؤ کوم چې به د حسن زېب خوښ ؤ"

"په غلطۍ سره چې کوم مونږ څه پاخه کړو د هغه (حسن زېب) د خوښې څيز، هغه وخت بيا مونږ ډېر زيات ژاړو، مونږ يې نه شو خوړی، مونږ کبان نه شو خوړی، مونږ وريژې نه شو خوړی، کوم څيز د هغه خوښ ؤ مونږ يې نه شو خوړی".

دا د اورنګزېب خان خبرې دي چې زوی حسن زېب يې په کال ۲۰۱۴م کې په ۱۶م دسمبر د پېښور په ارمي پبلک سکول کې په ترهګر بريد کې وژل شوی ؤ.

په پېښور کې په ارمي پبلک سکول پينځه کاله وړاندې ترهګر بريد شوی د ۱۵۰ پورې کسان پکې وژل شوي چې زياتره يې د سکول زده کوونکي وو.

لاقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان پاکستان په سکول د بريد زمه واري منلې وه.

د پېښور په سکول کې د وژل شوؤ مياندو پلارانو غم

د پېښور په سکول کې د وژل شوؤ ماشومانو مياندې پلاران پينځه کاله وروسته هم په دغه ورځ راتلو په سرو سترګو ژاړي او وايي بچي ترې يوه ورځ هم نه هیريږي، بلکې د دوی د عادي ژوند يې سخت اغېزمن کړی دی.

اورنګزېب خان وي او ای ډیوه ته وايي چې د زوی به يې کوم خوراکونه خوښ ؤ هغه پخول يې پرېښودي دي او که په غلطۍ کوم څيز پوخ کړي بيا ورته دوی ژاړي.

"د اختر په ورځ به هغه د ټولو نه اول د مور سره مېلاوېد اوس چې د اختر ورځ وي مونږ زړې جامي اغوستې وي، مور يې په وره (دروازه) کې ولاړه وي چې حسن به راځي".

دوی وايي د زوی جامې پېزار او هر څه يې په يوه کوټه کې سمبال ساتلي دغې کوټې ته ورځي د هغه څيزونه ګوري او خفګان پرې کموي.

د شاخانه اجون زوی اسفند هم د پېښور په سکول کې په ترهګر بريد کې په هدف شوی ؤ.

شاخانه وايي د بچي جامې او نور څيزونه يې سمبال کړي د هغې نه ورته د زوي خوشبو ورځي.

"د هغه څيزونه پراته دي خلک راته وايي دا راکړه، هغه کوم کميس اچولی ؤ په هغې کې عکس اخيستل غواړي خو زه چا له څه هم نه ورکوم، زما سره هم دغه څيزونه دي نور څه هم نشته، د هغه څيزونه ګورم مينه ورسره کوم، د هغه دستانې او ټوپۍ مې هغه رنګ ساتلي وینځلې مې نه دي د هغې نه راته خوشبو راځي".

د پېښور په سکول د بريد په ياد کې دستورې

پېښور کې د دغه پېښې په یاد کې په ارمي پبلک سکول کې دستوره راجوړيږي، او دغه ماشومان یادول کيږي.

فضل خان اېډوکېټ چې د هغه زوی هم په ارمي پبلک سکول کې وژل شوی ؤ، وايي

"د دغو ماشومانو يادول د دې دپاره هم ضروري دي چې راتلونکي نسلونه مونږ بچ کړو او راتلونکي بچي وساتو دا په تعليم حمله وه په تعليمي ادارو حمله شوې ده د دغه ويرې ختمولو دپاره دې خلک په نره راووځي، د دغو ماشومانو دپاره دې انصاف وغواړي او دا دې ياد وساتي چې راتلونکي نسلونه محفوظ شي".

د پېښور په سکول د بريد پلټنې

پېښور کې په سکول د بريد د پلټنو دپاره د پاکستان د سترې محکمې مخکني مشر چیف جسټس (ر) ثاقب نثار د عدالتي کمېشن جوړولو امر کړی ؤ.

هغه تېر کال د پېښور په هايکورټ کې په سکول کې د وژل ماشومانو د مياندو پلارانو سره د ليدو وروسته دغه امر کړی ؤ.

اجون خان اېډوکېټ چې د يو وژل شوي ماشوم پلار دی وايي، "دوی کمېشن ته خپلې پوښتنې اېښودي چې د هغه وخت په زمه وارو چوکيو ناست خلک چې امنیت د چا په لاسو کې ؤ هغوی دې راوغواړي او د امنيت په اړوند دې ترې پوښتنې وشي چې په سکول بريد د چا د بې غورۍ يا د بلې کوتاهۍ له امله شوی ؤ".

وي او ای ډيوه ته هغه ویلي "چې د سلو نه زياتو کسانو د يادې پېښې په اړوند کمېشن ته خپل بيانونه ورکړي او دوی ته د کمېشن لخوا ډاډ ورکړی شوی چې د دې میاشتې د اخرې به دغه رپوټ پوره کړی شي".

د بريد زمه واري منونکی اوس هم د پوځ په ولقه کې دی

پينځه کاله وړاندې د پېښور په سکول د تحریک طالبان پاکستان د بريد زمه واري د هغه وخت د طالبانو وياند احسان الله احسان اخيستې وه.

په سکول کې د وژل شوؤ ماشومانو میاندې او پلاران وايي دغه تن "اوس هم د پوځ په ولقه کې دی، د طالبانو د وياند نه بايد پلټنې وشي خلکو ته دې ښکاره کړی شي چې دا کار چا کړی ؤ خو هغه پوځ د ځان سره ساتي".

په پېښور کې په سکول د بريد وروسته په چارسده کې په باچاخان پوهنتون او پېښور کې په زرعي تربيتي مرکز هم ترهګر بريدونه شوي او يو شمېر زده کوونکي پکې وژل شوي وو.