افغانستان: په خوست کې چاؤدنې لس ملکي وګړي وژلي

د پاکستان سره په پوله پرتې د افغانستان په خوست ولايت کې په يوه چاؤدنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لس ملکي وګړي وژل شوي دي.

د ځايي چارواکو په وېنا دا پېښه نن د نهې، سه شنبې په سهار وختي د خوست د عليشرو په ولسوالۍ کې شوې ده.

د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي د چاؤدنې پخلی کړی او د چاؤدنې زمه واري يې په طالبانو اچولې ده.

رحيمي په چاؤدنه کې د لسو ملکي وګړو د وژنې ويلي چې پکې پينځه سړي، درې ماشومان او دوه ښځې دي.

نزدې لس ورځې وړاندې په کندوز کې د سړک غاړې يوه بم چاؤدنه کې لږ تر لږه ۱۵ تنه ملکي وګړي وژل شوي وو.

په افغانستان کې د بدامنۍ پېښې دوام لري او وخت په وخت پکې د ملکي وګړو د وژنو خبرونه مخې ته راځي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو ترمخه په افغانستان کې د روان کال په لمړيو نهه مياشتو کې په بېلابيلو پېښو کې ۲۶۰۰ ملکي وګړي وژل شوي او د پينځه نيم زرو نه زيات ژوبل شوي دي.