د پاکستان کرکټ لوبډلې د کراچۍ په لوبغالي کې په دوېمه پينځه ورځنۍ (ټيسټ) سيالۍ کې په ۲۶۳ رنزونو د سري لنکا لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د کراچۍ په نیشنل لوبغالي کې دا سيالي نن د ګل، دوشنبې په ورځ ترسره شوه.
A BIG victory for Pakistan. Young Naseem Shah picks up five wickets, and Sri Lanka are bundled out for 212. Pakistan win by 263 runs! What a performance from the hosts 👏#PAKvSL pic.twitter.com/mcUOMdxX6T
— ICC (@ICC) December 23, 2019
کوربه پاکستانۍ لوبډلې په لمړي اننګز کې ۱۹۱ منډې جوړې کړې او په ځواب کې يې د سري لنکا لوبډلې ۲۷۱ رنزونه جوړ کړي وو.
د سري لنکا پرضد په لمړي اننګز کې اسد شفيق تر ټولو زيات ۶۳ رنزونه جوړ کړي او درې پاکستاني لوبغاړي په صفر اؤټ شوي وو، او د سري لنکا کمارا او ايمبوډيلنيا څلور څلور پاکستاني لوبغاړي سوځولي وو.
د پاکستان په بالرانو کې شاهين شاه افريدي د سري لنکا پينځه او محمد عباس څلور لوبغاړي سوځولي وو.
پاکستان په دوېم اننګز کې په پينځه لوبغاړو ۵۵۵ رنزونه جوړ کړي چې پکې څلورو لوبغاړو د سلو نه زياتې منډې جوړې کړې وې.
په بدل کې د سري لنکا ټول لوبغاړي په ۲۱۲ منډو وسوځېده او پينځه لوبغاړي يې په صفر يا د بې د کومې منډې اؤټ شوي دي.
په دوېم اننګز کې د پاکستان نسيم شاه د سري لنکا پينځه لوبغاړي سوځولي دي.
له دې وړاندې د پاکستان او سري لنکا ترمنځ لمړۍ سيالي په راولپنډۍ کې شوې او بې د کومې نتيجې پای ته رسېدلې وه.